د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې نوی رئيس معرفي شو
په ۴/ ۱۱/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي عبدالله (فرقاني) د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې محکمې قضائي غړيو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګ او بامیان ولایت د اختصاصي محکمې رئیس مولوي خوشحال (عبدالله دیوبندي)، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي حاجي نور احمد (احمدي) او د میدان وردګ ولایت مرستیال والي سیدالرحمن (حافظ) ګډون درلود.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې نوي رئیس ته ښه راغلاست وویل شو او د غونډې ګډونوالو ته معرفي او ور وپېژندل شو.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې نوي رئيس د غونډې ګډونوالو ته هر اړخیزه وینا وکړه وويل، پوره ډاډ او اطمینان درکوو چې د قضاء په برخه کې به موږ د شریعت او اسلامي اصولو مطابق اجراآت کوو او خپلو منځونوکې به پوره او ښه همغږي رامنځته کوو.