غزني ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
نن د سه شنبې ورځ د ۵/ ۱۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس له کوره په تېښتې دوه تنه متهمينو ته په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړل شوه
د جاغوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې يادو متهمينو ته چې يو يې نارينه او بله ښځېنه ده يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۵ دُرو تعزيري سزا پرېکړه کړې وه؛ یاده پرېکړه د غزني ولايت د مرافعه محکمې او د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.