د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۱۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۱۷۳) وثیقې هم اجرا کړې دي
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې، د پکتيا زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۵هـ ق څخه ۳۰/ ۹/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې (۳۱۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۳) وثيقې هم اجرا کړې دي چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۶۴) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، (۱۱۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۸۲) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې، د (۴۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۱) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۷۳) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.