د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس  د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۵:۱۱
د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس  د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۴مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالجلیل سفیان د یوه قضائي پلاوي په ملتیا د همدې ولایت د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې پلاوي د لیدنې په پیل کې د میزانې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له رئیس او قضائي غړو سره وکتل او د هیئتۍ په اړه یې د تمیز عالي مقام هدایت ــ باید د محاکمو د چارو د لاښه سمون لپاره  له ابتدائیه محاکمو څخه وخت په وخت لیدنه وشيــ ورسره شریک کړ.
 ورپسې د میزانې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د اداري او قضائي چارو څخه نظارت وشو او  د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ پلاوي د کارونو د لا ښه سمون او خپل مسؤولیت ته د متوجه کېدو په تړاو ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز  یاد پلاوي د محکمې د مربوطه بندیانو په اړه د محکمې له رئیس څخه معلومات وغوښتل او همدارنګه یې د مربوطه ولسوالۍ د توقیف خانې نظارت وکړ چې د محکمې اړوند بندیان په کې نه وو موجود.
په دې سربېره د مرافعه محکمې یاد پلاوي د میزانې ولسوالۍ د ولسوال، ‎د ولسوال مرستیال، امنیه قوماندان، د استخباراتو مدیر، د امر بالمعروف مدیر او  د ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د ټولو کارکوونکو په ګډون د همغږۍ ناسته وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس په دې ناسته کې د امیر د اطاعت، د ټولو ادارو ترمنځ د همغږۍ او یو بل ته د همکارۍ په اړه ټینګار وکړ او د یادو مسؤولینو له لوري په دې برخو کې ورته د هر راز همکارۍ ژمنه وشوه.
 د میزانې  ولسوالۍ مسؤولینو او د محکمې غړو د یاد پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه او ماتحت ادرو ته د مسؤلینو ورتګ یې دکارونو د لاښه والي لپاره ګټور ګام وباله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه میاشت کې (۹۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۵هـ ق څخه تر (۱/ ۱۱/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۹۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د کابل د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونیو کې (۳۱۰) دوسيې حل او فصل کړې دي

 د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې د  ۱۵ /۱۰ /۱۴۴۵ هـ ق نېټې څخه تر ۳۰ /۱۰ /۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې (۳۱۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۲:۱۲
Background image

غزني ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د چهار شنبې ورځ د ۶/ ۱۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس دوه تنه چې په غلا متهم وو؛ په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړل شوه.
د مقر ولسوالۍ. . .

بیا په خبرونو کی