د تدقيق او مطالعاتو عمومي رياست
د تدقيق او مطالعاتو عمومي رياست دافغانستان داسلامي جمهوريت
دمحاكمو دتشكيل او صلاحيت د قانون د( 23) مي مادي ددريمي فقري
دحكم په اساس د قضائيه ځواك دعمومي اداري آمريت په چوكاټ كي
د يوي مسلكي اداري په حيث فعاليت كوي ، دا اداره دخپلو اړونده
دندو د لايحي په بڼسټ دلاندنيو وظايفو په ترسره كولوګومارل شوي
ده:
۱_ د قضائيه ځواك پوري داړونده قاضيانو او كاركوونكو په محاكماتي
او تاديبي دوسيو باندي چي ، دقضائي پلټني اداري دهغو په هكله
خپل نظر څرګند كړي دي ، تدقيق ترسره كوي ، قضائي مدققين ددوسيو
د مشمولينو دمحاكماتي مسووليت د تثبيت او ددوسيو خپل نظر دقضائيه
څواك لارښود مقام ته وړاندي كوي، همدارنګه دا اداره له محكمو
څخه درارسيدلو استهداآتو په اړوندكله چي دستري محكمي عالي شوراوغواړي
دي رياست ته احاله كوي او تدقيق اومطالعات رياست دقانون په رڼا
كي څيړني كوي او خپل مشورتي نظر په دي هكله د ستري محكمي مقام
ته وړاندي كوي.
۲_ داستهداآتو د حل كميسيون چي ددي رياست په تشكيل كي فعاليت
كوي د قوانينو د تطبيقي ستونزو او نورو مبهمو مواردو په شاوخوا
كي دشريعت او نافذ و قوانينو احكامو ته په پاملرني او رعايت
سره كار كوي اوخپل تدقيقي نظر دستري محكمي دعالي شورا مقام ته
سپاري.
۳_ د قضائي ستاژ دكورس د تدوير له لاري دقضائيه ځواك د قضائي
كادر د بشپړتيا په موخه فعاليت كوي . سر بيره پردي دتدقيق او
مطالعاتو عمومي رياست د لنډ مهاله كورسونو او قضائي تريننګونو
په انسجام او همغږي كي چي د قاضيانو د حقوقي پوهي د سويي د لوړولو
او دكاري ظرفيت دودي په هكله او همدارنګه د قضائي تجربو دراكړي
وركړي دتعميم په باره كي چي د ملي او نړيوالو منابعوپه مرسته
دايريږي هم مسوليت لري.
۴_ د تدقيق او مطالعاتو عمومي رياست دمحكمو داحصائيوي راپورونود
توحيد له لاري د ستري محكمي او دافغانستان د اسلامي جمهوريت
دمحاكمو دكار او فعاليت دكيفيت او كميت په هكله د معلوماتو د
راغوڼدولي په مقصد اقدام كوي او دقضائيه ځواك د كار راپور دهيواد
د رهبري مقام ته دوړاندي كولو په منظور ترتيبوي . په دي سربيره
احصائيوي ارقام په محاكمو كي د كار له بهير څخه د خبريتا او
د قضاياوود شاته لويدو او معطليدو دعلتونو د پيژندني په موخه
دمحاكمو د اجراآت كنترول اودهغه تر توقيف لاندي تورنو او بنديانو
دشمير په هكله د اطلاعاتو راغونډول چي دمحكمي دحكم انتظار كوي
ددوي د قضائي سرنوشت د ټاكني له لاري د محبوسينو داحوالو دښي
غوروني په منظور د لازمو تدبيرونو د ترلاس لاندي نيولو له پاره
مشخصوي.
۵_ د جرمي انګيزو د تشخيص او دمحكمو د قطعي پريكړو او قرارونو
له مخي د ريسرچ پر بنسټ د مدني ، عامه حقوقو او تجارتي دعواوو
دتحريك د علتونو په برخه كي لازمي څيړني كوي او دهغوي تحليلي
پايلي د يو رپوټ په ترڅ كي د ستري محكمي مقام ته وړاندي كوي.