دافغانستان د قضايي سيستم لنډه پيژند نه :
فهرست :
دافغانستان دقضايي سيستم لنډه پيژندنه ....
1- دقضالغوي اوشرعي معني
الف : قضاپه مداو قصر
ب : دقضا شرعي معني
2- قضا له اسلام څخه مخکي او وروسته ..
الف : قضا دجهالت په دوره کي .
ب : قضا داسلام په صدرکي
3- قضا په افغانستان کي له اسلام څخه مخکي
4- قضا په افغانستان کي داسلام له راتلو وروسته
14
الف : قضااو قضاوت دسلطان محمود غزنوي په وخت کي (387-421هجري
قمري ( 997-1030م)
ب : قضا اوقضاوت دهرات دتيموريانو په وخت کي ( 771هجري قمري
-920هجري قمري)( 1369- 1514م ).
ج : قضا اوقضاوت لوړي دسلطان سکندر په وخت کي (894-915هجري قمري)
(1488-1509م ).
د : قضا اوقضاوت دهوتکيانو په وخت کي (1119-1151 هـ ق
ه : قضا او قضاوت د احمد شاه او د ده دزامنو په وخت کي.
و : قضا اوقضاوت د محمد زايي کورني دځينو امرانو په وخت کي.
ز: قضا او قضاوت په افغانستان کي له خپلواکي وروسته
1- قضا اوقضاوت داعليحضرت غازي امان الله خان په وخت کي (1298-
1307 هـ ش ( 1919-1929م ) –
قضااوقضاوت د 1310هـ ش کال دافغانستان د عالي دولت داساسي اصولنامي
په رڼاکي .
- د 1355 هـ ش کال داساسي قانون په رڼاکي دستري محکمي وړاند
وينه .
ددي موضوع په ليکنه کي لومړي د قضا لغوي او شرعي معني توضيح
شوي په دويم ګام کي له اسلام څخه مخکي اووروسته په ټولنيزه توګه
قضا ته پام اړول شوي او په دريم ګام کي په افغانستان کي له اسلام
څخه مخکي اووروسته له دي چي د افغانستان خلکو داسلام سپيڅلي
دين ومانه ، قضا ته تروروستيو کلونو پوري لنډه کتنه شويده .
هيله ده ، چي درانه لوستونکي تري ګټه واخلي .
1- دفضا لغوي اوشرعي معني :
الف: قضا ( په مداوقصر )
قضا ـ په مداو قصر( ډيري معناوي لري ، چي له قرآني اياتونو څخه
په ګټي اخيستوسره يي يو څو په لاندي ډول دي :
-اراده کول – پيداکول- امر- څرگند ول ـ اعلام – حکم – فعل –
حتم – فراغ – پاي ته رسيدل – حکم کول .
ب : دقضا شرعي معني: اسلامي حقوق پوهانو قضا دحکومت کولو او
قضاوت کولو، چي دکلمي له يوي لغوي معني سره هم سمون لري يا ددښمنيود
بنسټ دله منځه وړلو، دحقوقو دبيرته ترلاسه کولو او تمييز او
په ټو لنه کي دنظم د رامنځ ته کولو پرمعني تعريف کړيده .
2- قضا له اسلام څخه مخکي او وروسته :
الف : قضا د جهالت په عصرکي :
دبشردپيدايښت له همغه پيله ، چي انسانانو د ژوندانه پړاوونو
ته ګام کيښود ، دوي اړيتالرله ، چي يو څوک يي خپلمنځه شخړي او
لانجي ورحل کړي له همدي امله دقبيلو او کورنيو مخورو او هوښيارانو
د دوي قضايي چاري سرته رسولي او همدوي ، چي په جسماني او دماغي
قوت کي يي نوم لاره قضايي امارت او سياست ته اوږه ورکوله .عربو
د جهالت پرمهال ( له اسلام څخه مخکي ) په همدي توګه عمل کاوه.
هري قبيلي يو شيخ لاره ، چي د قبيلي خلک به يي تر فرمان لاندي
دشهادت منلوته چمتووو اوله نورو قبيلو سره اړيکي هم دده مسووليت
و. کله به چي دقبيلي دغړيو ترمنځ کوم اختلاف او ياشخړه رامنځ
ته شوه .نو ددي اختلاف اوشخړي د اوارولو واکمنه مرجع همدا دقبيلي
شيخ و، چي دقبيلي له عرف ، دود او رواج سره سم به يي خپله دنده
سرته رسوله کله به داسي هم کيدل، چي دښمني ډلي يو بل چاته چي
په فهم او کفايت کي به يي شهرت درلود ، مراجعه وکړي .له اسلام
څخه مخکي دعربستان په قبيلوي ژوند کي په ټولنيزه توګه حق اوعدالت
دکلمي په رښتيني معني شتون نه لاره ځکه دقبيلي په عرف او اصطلاح
کي حق همغه شي و چي د قبيلي ګټي تضمين کړي او دهمدي قانون له
مخي د شيخ يا قاضي په ګډون دقبيلي رئيسان مکلف وو، چي په لانجوا
ودعووکي دخپلي قبيلي پلوي وکړي که څه هم بله قبيله به پرحق وه
.
ب : قضا داسلام په صدرکي :
په دغه راز له ظلم ډک او عدالت ماتونکي چاپيريال کي اسلامي پاڅون
رامنځ ته شو . ددي آسماني دين پراخ اصلاحي پروگرام دقضايي چاروپه
ګډون د خلکو د ژوندانه ټولي برخي راونغاړي او دلومړي ځل لپاره
په نړي کي څرګند حق او عدالت د کلمي په رښتيني معني پلي شو .
دخلکو دځان مال ،عقل ، پت او عزت د خوندي ساتلو لپاره دقرآن
او سنتوپربنسټ هراړخيز او غښتلي قوانين او احکام وټاکل شول.
مدني چاري ، لکه پيرل او پيرو دل ، گروي ، اجاره مزارعه اومساقات
اونور جنايي چاري لکه وژنه ، غلا ، سپکاوي اونوراودغه رازشخصي
حالات لکه واده ،طلاق او نوري چاري يي دغښتلو قوانينو پربنسټ
برابري کړي . د قضايي څانکو دهمغږي کولو، د ګډوډيو او دقضا په
حساسو چاروکي د ناسمو لاسوهنو دمخنيوي لپاره يي داسلامي قضا
خپلواکي اعلان کړه . داسلام په پيل کي د قضا دنده په خپله هغه
حضرت صلي الله عليه وسلم پرغاړي لرله ،پيغبر (ص) په خپله پر
قضاوت لاس پوري کاوه ،خوځيني وختو نه به يي صحابه کراموته هم
دنده سپارله ، چي دخلکو په منځ کي قضا او حکم وکړي کله به يي
يوصحابي ته ديوي ځانګړي موضوع دحل دنده سپارله . حضرت علي کرم
الله وجهه يوله هغو کسانو څخه و، چي داسلام ستر پيغمبر دقضا
پردندي ټاکلي و. پيغبر(ص) دي په يمن کي قاضي ټاکلي و. دغه رازحضرت
معاذ بن جبل ته هم دقضا دنده سپارل شوي وه .
داسلام سترپيغمبر(ص) څوارلس پيړي وړاندي دلومړي ځل لپاره دحضرت
علي کرم الله وجهه هغه فيصله چي دمدعيانو په اړوند يي کړي وه
دهغوي دبياحکم دغوښتني په بناتايد کړه چي په دي صورت کي دحضرت
علي (رض) فيصله ابتدايي پړاو او دحضرت پيغبر(ص) لخوا دفيصلي
تايد داستيناف دفيصلي په توګه استنباط کيدي شي .چي نن دنړي ټول
دولتونه دهمدي مفکوري ملاتړکوي ، چي بنسټکريي اسلامي شريعت دي
. کله چي خلافت ابوبکر( رض ) ته ورسيد، نو حضرت عمر ( رض) يي
په مدينه منوره کي قاضي وټاکه .
دحضرت عمر( رض) دخلافت پرمهال اسلامي هيوادونو اودغه راز دجوړولو
اوابادولودچارو دايري پراختياوموندله . خليفه اويادهغه نايب
له دي لا امله نه شواي کولـي ، چـي په مفتوحه هيوادونواو
ايا لتونوکي دخلکو دستونزو اولانجود اوارولو په باب غوروکړي
، نوله دي امله حضرت عمر(رض) قضا له حکومت څخه جلاکړه اوقضاوت
يي له والي برته يو بل چاته وسپاره .
کله چي د دويم خليفه له شهادت وروسته حضرت عثمان (رض) خلافت
ته ورسيد نو دمرکز په خلافت کي يي ټولي رارسيدلي قضيي په خپل
حضورکي حل کولي اوله اصحابو اوخپلو يارانو يي په دي برخه کي
سلامشوري غوښتلي .
حضرت علي (رض)په قضايي چارو کي بشپړه پوهه او اوږد لاس لاره
. ځکه څلورم خليفه له ځواني راهيسي له قضا او افتا سره سروکار
درلود ، په قضايي څانګه کي يي پوره معلومات ترلاسه کړي و او
دده احکام د ټولو دپاملرني وړګرځيدلي و .
لنډه داچي خلفاي راشد ينو تل هڅه کوله دقضادنده داسي چاته وسپاري
چي په ټولنه کي دباوروړاود زغم حوصلي متانت اوښه خلق خاوند وي
پرنفس حاکميت اواجتهادي قوت ولري . د احکامو د تدوين او اجرا
په اړه بايدوويل شي چي دخلفاي راشد ينو په دوره کي قضاوت د زيږيدو
او پيداکيدو په حال کي و، داسي پيښي رامنځ ته شوي چي د احکامو
ليکلوته اړتيا پيښه شي ، خو وروسته د امويانو په دوره کي داسي
پيښي رامنځ ته شوي ، چي قاضيان يي دي ته ځيرکړل ، چي ليکلي احکام
صادر کړي .
3- قضا په افغانستان کي له اسلام څخه مخکي
:
دهيواد په ځينوسيمو اودغه راز د کابل شاهانو او رتبيلانو په
قلمرو کي دقضا يي چارو دڅرنګواي په باب پوره اومستند معلومات
نه شته . په دي برخه کي کيداي شي ، چي يوازي دچيني سيلاني هيون
تسنګ ) يادښتونو ته کتنه وشي . نوموړي سيلاني په پخواني افغانستان
کي دجرمونو ، ځورونو او جزاګانو په باب غږيدلي او دجزا دقوانينو
دشتون ، عادلانه محاکمي او دحکومت له اوامرو څخه دسرغړوني پرمهال
دجسماني جزاد نشتوالي خبريي ورکړي دي .
په زردشتي ټولنه کي په خراسان او دهيواد په لويديځواوجنوبي سيمو
کي قضايي چاري دمزد يسناله
دودونو سره سمي ترسره کيدي . دزردشتي او پهلوي کتابونو په مرسته
ترموږ رارسيدلي پوره معلومالت په دغو سيموکي پرقضايي چارو داسلام
له ظهوراو د عربي فتوحاتو له خپريدو سره جوخت رڼااچوي .
دساسانيانو په دوره کي په دربارکي شپږ؟ کورني وي ، چي د هيواد
بيلابيلي چاري يي په ميراثي ډول اداره کولي او د درباردقضا څوکي
هم له دغوشپږوکورنيو څخه ديوي وه. په ولايتونو کي به قاضي تل
دروحانيونو له ډلي ټاکل کيده ،قاضي ( دادور) اوقاضي القضات (شهردادور
يادادوران ) بلل کيده که قاضي به دشخصي غرض له مخي ، حق ، ناحق
کړ، نو تر قضايي پوښتنو لاندي به نيولي کيده خو دقضاوت وروستي
مرجع په خپله پاچاو چي دخلکو پرشکايتونو به يي غورکاوه .
4- قضا په افغانستان کي داسلام له راتلووروسته
:
کله چي افغانستان داسلام دين و مانه ( له 18-22 هجري قمري سني
څخه وروسته ) دسيمي حاکم به په يووخت کي دشرعي حاکم اود اسلام
دخليفه استازي هم و. په دي کي هيڅ شک نه شته ، کله چي خراسان
يا نني افغانستان داسلام دين و مانه ، ددي سيمي خلکو د قرآني
لارښوونو او دنبوي (ص) احاديثو په رڼاکي مدني او نوري چاري له
محمدي غرا شريعت سره سمي دقاضيانو له لاري حل کولي او دقاضيانو
له خوا صادرکړاي شويوجزايي احکاموته يي غاړه ايښودله او دهغه
وخت او لوالامربه قاضيان د ډيروښوعلماوواو فضلاووله ډلي څخه
ټاکل .
الف : قضا او قضاوت د سلطان محمود غزنوي په دوره کي (387-421
هجري قمري997- 1030 م )
هغه شتمني ، چي سلطان محمود عزنوي دفتوحاتو له برکته د غزني
په خزانه کي راټوله کړي وه ، دي يي دي ته اړکړ، چي د(عروس الفلک
) په نوم يوجومات جوړکړي . ددي جومات په څنګ کي ده يوه مدرسه
هم جوړه کړه اودغه کتابتون يي پرښوکتابو نو او نسخو ښکلي کړ.
په همدي دوره کي دلومړي ځل لپاره د سلطان په امر د( عروس الفلک)
په مشهورجومات کي دقضاوت په موخه د خاصومتعديانو لپاره عليحده
رواق ځانګري شو . يوشمير غلامانو ته امروشو ، چي دقضاوت پرمهال
دخلکو د احتمالي بريد او تعرض پروړاندي قاضي وساتي . قضيي په
شرعي محکموکي په چټکه توگه او يو پړاوکي ( له استيناف پرته )
حل کيدي او دقاضي حکم له چون وچرا پرته دتطبيق وړو په دي توگه
په افغانستان کي دسلطان محمود غزنوي دواکمني پرمهال د قضاوت
دنده ديوي جلادندي په توګه پيل شوه او وروسته يي و ده او پراختيا
وموندله .
ب : قضا اوقضاوت دهرات دتيموريانو په دوره
کي :
(771 هجري قمري – 920هجري قمري 1369-1514 م ):
ويلاي شوچي افغانستان دتيموريانو د اولادي په دوره کي په ځانګري
توګه د شاهرخ ، الغ بيګ او سلطان حسين بايقرا ( چي 37 کاله يي
سلطنت وکړ دواکمني پرمهال خپل ويجاړشوي مدنيت بيرته وموند. افغانستان
په 15 زيږديزه پيړي کي په منځني اسياکي د تمدن ، فرهنګ او اقتصاد
مهم مرکز شميرل کيده په دي دوره کي ډيرعلما او فضلاراپورته شول.
دهرات دتيموريانو قضاله دوولاندي برخو جوړه وه :
- دياسابرخه
- شرعي برخه
1- دياسا برخه
ياسا يو ډول عدلي اوقضايي اصولنامه وه ، چي دچنګيزپه وختو کي
په عدلي او قضايي چارو کي دنه ماتيدونکي چنګيزي قانون په توګه
پلي کيده . دقضا عرفي برخي دتيموريانو په دوره کي له چنګيز ي
ياسا څخه سر چينه اخيسته او دهغي پربنسټ عرفي احکام صادريدل
.
2- دقضا شرعي برخه داسلامي فقي له اصولو سره برابره وه کله چي
شاهرخ ، چنګيزي يا سالغوه کړه ،اسلامي فقه په قضايي چارو کي
داستنادمهمه سرچينه وپيژندل شوه او په ټولو قضايي چاروکي يي
ونډي او نفوذ پراختيا وموندله .
ج: قضا اوقضاوت دلودي سلطان سکندر په دوره کي (894-915 هجري
قمري – 488- 1509 م )
دسلطان بهلول زوي سلطان سکندر دافغان لوديانو له عادلول لايقو
او ديندارو پاچاهانو له ډلي څخه و. ده په پوره دقت دعارضينو
شکايتونه اوريدل . په ټولو ښارونو کي يي د دارالعدل ) په نامه
محکمي جوړي کړي اوپه مرکزکي يي دمرافعي محکمه هم لرله .
د: قضا اوقضاوت دهوتکيانو په دوره کي ( 1119 – 1151 هجري قمري
)
ميرويس خان که څه هم دپاچا او اميرپه توګه دنده نه ترسره کوله
او دعمر ترپايه يي دملي مشر په توګه دافغانستان ديووالي لپاره
مبارزه وکړه ، خو بياهم يي د دارالقضا او محکموپه ګډون منظم
اداري تشکيلات جوړکړل . شاه محمود هوتکي چي تر(1721 م ) پوري
يي دکندهار دپاچا په توګه حکومت وکړ، دگرونسکي په وينا د افغانانو
له ډلي يي ديوان بيګي په شرعي چاروکي وټاکه . دي ډير زاهد ،کامل
او رشيد عالم او پرشرعي قواعدو باخبره پاچاو .
هـ : قضا اوقضاوت د احمد شاه بابا او دده داولادي په دوره
کي :
1- داحمد شاه بابا په وخت کي : داحمد شاه بابا د سلطنت په وخت
کي دمرکز اولايتونو قاضيان دپاچاله خوا د دربار دامام په پيژندنه
ټاکل کيدل. دپايتخت قاضي يي قاضي القضات باله . قاضي القضات
پرعادي دندوبرسيره .دپوليسو کړه وړه چي په هيواد کي يي دنظم
اوقانون دساتلو مسووليت درلود ، هم څارل . قاضيانو له اسلامي
شريعت سره سم عدالت پلي کاوه . په کليو او باندو کي د ثابت شويو
جرمونو په باب پريکړي دکليو دسپين ږيروله حوا ترسره کيدي اوهغه
دوسيي به قاضيانوته راجع کيدي ، چي جرم به په کي ثابت نه و.
قاضي به مجازات ټاکل او محتسب به عملي کول. د غه رازد ده دسلطنت
په وخت کي پوځي محکمي هم وي ، چي مسوول يي ( عسکرقاضي ) بلل
کيده او دپوځي دسپلين دلاپياوړتيا لپاره يي کار کاوه .
2-دتيمورشاه او دده دزامنو په وخت کي :
دتيمورشاه په وخت کي ( 1186- 1207 هجري قمري ) دعدليي وزارت
د ( دارالمهام ) په نوم دعلومو دخان يا قاضي القضات له خوا اداره
کيده چي دکورنيو چارو ځيني دندي يي هم سرته رسولي . د عدليي
وزيري دقاضي القضات ، دعلومو د خان او د دارلاقضا دامير په نومونو
ياداوه . د شاه محمود په وخت کي د دارالمهام نوم دارالقضات شو
. د مونت ستيوارت الفنستون په وينا دشاه شجاع د پاچاهي په وخت
کي په ښارونو کي قضايي چاريي دقاضيانو او دمحکود امينو مفتيانو
له خوا ترسره کيدي قاضيان دپاچا د کورني ملاامام په سپارښتنه
په خپله دپاچاله خوا ټاکل کيدل . دپاچاپه ماڼي او کميسيونوکي
يو عسکر قاضي او پوځي محتسب هم فعاليت لاره .
و: قضا او قضاوت د محمد زايي کورني دځينو
امرانو په دوره کي .
1- د دوست محمد خان د دويم امارت په وخت کي 1842-1861
2- عدالت دوه برخي لرلي : يوه دکوټوالي له لاري اوبله دمحکمي
له خوا . حقيقي عدالت له شرعي محکمي څخه عبارت و چي دعوي به
دشرع بربنسټ څيړل کيده او دقاضي حکم شرعا ًاو قانوناً د اجرا
وړو . پاچاد محکمي او کوټوالي مهم احکام په خپله تاييد ول.
3-د اميرشيرعلي خان په وخت کي (1295-1379هجري قمري ، 1863 –
1878 م): اميرشيرعليخان دخپل سلطنت په دو يمه دوره کي وکولاي
شول يو منظم هيواد جوړکړي ،ده د ختيځ د نابغه سيد جمال الدين
افغان (1838 -1879م) له اصلاحي پروګرام څخه په ګټي
7
اخيستوسره په ټولو ملکي اوپوځي چارو کي يو لړ اصلاحات رامنځ
ته کړل . په دي برخه کي د عسکري نظام په چاروکي هغه نظامنامي
او تعليماتنامي يادولي شوو، چي په مرتصاوي ، مصطفاوي مطبعواو
شمس النهارکي به چايدي دا نظامنامي او تعليماتنامي په سرتيريوکي
د انظباط اودسپلين دبياوړي کيدو او دغه راز په عسکري اړوندانواوملکي
وګړيوکي دجرمونو د مخنيوي په موخه قاضي عبدالقادرچي په قاضي
قادرمشهورو، برابري کړي وي . دغه رازد قوانينو يوه ټولګه ، چي
( اميري فتوا وو يا تشريح الجرايم ) په نوم ياديده هم د فقي
له باوري کتابونو څخه په ګټي اخيستو سره په (41)فصلونو کي برابره
شوي وه .
3-دامير عبدالرحمن خان په وخت کي (1297-1319هجري قمري ( 1880-1901
م):
داميرعبدالرحمن خان په وخت کي دمحکمو د مطلقيت په باب دشکايتونو
او پرصادرشويو حکمو نو د نه قناعت له امله اميرپه کابل کي پرعريضو
د غورلپاره يوه بله لوړه محکمه جوړه کړه . دي لوړي محکمي داحکامو
داستيناف دپړاوحيثيت لاره او پرلومړنيو پريکړو يي ددعواوودخاوندانو
د استدعاله امله غوراو نوي کتنه کوله .
داميرعبدالرحمن خان په وخت کي ټول قاضيان اوقضايي اداري مکلفي
وي چي د( اساس القضات ) په نوم جوړشوي قانون پلي کړي دامير دسلطنت
په وخت کي شاهي مدرسه جوړه اوديني علوم په کي تدريس کيدل. ددي
مدرسي جيدوعلما وو د خياالاحکام ) په نوم دفتوا او ديوکتاب پرليکلوپيل
وکړ. د (ضياء الاحکامو ) کتاب ترتاليف لاندي واو لاتراوسه چاپ
شوي نه و، چي امير مړشو او داکتاب دامير حبيب الله خان دسلطنت
په وخت کي بشپړاو د سراج الاحکام ) نوم پري کيښودل شو.
4- داميرحبيب الله خان په وخت کي (1319-1337 هجري قمري ( 1901-1919
م ): داميرعبدالرحمن خان قضايي سيستم داميرحبيب الله خان په
وخت کي هم دوام وموند ، خو دمحکمو شميرډيرشو اوپه هره سيمه کي
دوگړيو دگڼي ګوني دمعاملو او عقوباتو د ډير والي له امله يو
قاضي وټاکل شو.
اميرحبيب الله خان په کابل کي داسلامي علومودڅيړنو سترعلمي مرکزجوړکړ،
چي دا محفل( ميزان التحقيقات الشرعيه ) په نوم ياديده . دميزان
التحقيقات الشرعيه د ټولني غړي نهه تنه عالمان وو ، چي د تاليف
دصحيح ژباړي او څيړني دندي يي پرمخ بيولي .
( سراج الاحکام في معاملات الاسلام ) چي دميزان التحقيقات الشرعيه
دټولني دغړيو پايله وه ، يوه سريزه ، څلويښت کتابونه او يوپاي
لاره .
لومړي جلد : اداب القضات يا ادب القاضي .
دويم جلد : کتاب الشهادت
دريم جلد : کتاب الوکالت
دريم جلد : کتاب الحواله
دريم جلد : الکفاله
څلورم جلد: کتاب الدعوي .
پردي سربيره ټولني دقضا او افتاله داوطلبانو څخه هم آزموينه
اخيسته او داعدام په څيرد محکمو پرپريکړو يي غورکاوه .
ز: قضا اوقضاوت په افغانستان کي له خپلواکي وروسته :
1- قضا اوقضاوت د اعليحضرت غازي امان الله خان په وخت کي 1297-1307هـ
ش
( 1919 —1929 م ):
1- قضا او قضاوت د (1302 لمريز کال ) داساسي نظامنامي په رڼا
کي .
2- قضاد ( 1300 دلمريزکال ) داساسي تشکيلاتو په رڼا کي .
3- په اماني دوره کي د قاضيانو روزنه
4- په اماني دوره کي داستناد و وړقوانين
5- دځينوقوانيو په اړه غبرگونونه او پرهغوي کي بدلونو نه .
6- په اماني دوره کي د قوانينو او نظامنامو د تبليغ څرنګوالي
اووسايل .
1- قضا او قضاوت د 1302لمريزکال داساسي نظامنامي په رڼاکي :
د ا اساسي نظامنامه دافغانستان ملت د ولسواکي غوښتني او ازادي
غوښتني د روحيي له وياړه ډک سند دي چي زموږپه هيوادکي يي دولسواکي
په رامنځ ته کولو اوپياوړي کولو کي ستره ونډه لرلي ده .
ددي قانون له مخي دافغانستان په تاريخ کي د لومړي ځل لپاره شاهي
قدرت دقانون اودهيات الوزرا او د دولت دشورا په څيردسياسي موسسو
او محکموله لاري محدودشواو دوگړيوځيني سياسي حقوق خوندي شول
. لکه دبيان او خپرونو ازادي داستوګنځاي مصونيت اودليکونومحرميت
. دمحکمو ترعنوان لاندي دنظامنامي په شپږم څپرکي کي دعدلي محکمودپريکړو
او اجرااتو په باب دمحکمو اصول ليکل شوي دي چي لنډيزيي دا دي
: د محاکمي علنيت ، ددفاع حق دپريکړي نه ځنډول دمحکموخپلواکي
، دمحاکمي انحصار ( له 50مي څخه تر55مي مادي پوري او دنظامنامي
نور مواد)
2-قضا د1300لمريزکال داساسي تشکيلاتو په رڼاکي :
داساسي تشکيلاتو نظامنامه ، چي داساسي نظامنامي له تصويب څخه
مخکي يوله مهموتقنيني سندونو څخه شميرل کيږي، په اماني دوره
کي دوزارتونو دتشکيل اوصلاحيت دمهمواصولو دريځ لري . په دي نظامنامه
کي دعدليي او قضا په اړه بحث کيداي شي ، چي زموږ د ګران هيواد
افغانستان دهغه مهال دمحکمودتشکيل اوصلاحيت لومړي قانون بلل
کيدي شي . د ډيروڅيړونکو په اند په دي دوره کي ديو عصري قضايي
سيستم دتنظيم لپاره يولړاغيزمن اقدامات پيل شول او دهيواد قضايي
سيستم په عصري بڼه وده اوپراختياوموندله . په دي دوره کي داتاترک
د اصلاحاتو او سمونو تراعيزي لاندي دبهرنيو هيواد نو په ځانګړي
توګه دترکيي او مصر او ان د ايټاليي او فرانسي دقضايي سيستمونو
له تجربوڅخه هم ګټه واخيستل شوه .
پرکال 1398لمريز په کابل کي د عدليي نظارت جوړ او د 1300 لمريزکال
دوري له لومړي نيټي څڅه د عدليي د جليله وزارت په نوم منظور
شو . قضايي چاري د عدليي پروزارت پوري وتړلي شوي ، د محکمو تشکيلاتو
نوي بڼه غوره کړه . هغه مهال عدليي محکمي په افغانستان کي څلورډوله
وي .1- اصلاحيه 2- ابتداييه محکمه 3- مرافعه محکمه 4- دتميز
محکمه .
3- په اماني دوره کي دقاضيانو روزنه :
د 1298 لمريز دتعليمي کال په پيل کي دکابل په شهرارا کي د دارالقضات
الامانيه ) په نوم دقاضيانو دعالي مدرسي د بنسټ ډبره کيښودل
شوه او د 1302ل کال دچنګاښ په لومړيوکي دکابل دقاضيانو دښوونځي
له طلابو څخه ازمونيه واخيستل شوه ، څوتنه يي بريالي او دشرعي
محکمو په قضااو افتا کي مقررشول .
- په اماني دوره کي داستناد وړ قوانين :
1- دعمومي جزا نظامنامه 2- دعسکري جزا نظامنامه 3- د مامورينو
دجزا يي محاکمي اصول 4- دسوداګريزو معاملو په اړه دشرعي محکمي
نظامنامه 5- دقتل او دايمي حبس دپريکړي دڅرنګوالي دلارښودنو
نظامنامه ، چي له مخي يي بايد عدلي محکمي خپلي پريکړي وليکي
6- تمسک القضات الامانيه 7- اماني فتوا وي
5- دځينو قوانينو په اړه غبرګونونه او په هغوي کي بدلون : پرکال
1302 لمريزدځينونظامنامو ، په ځانګړي توګه د جزا دنظامنامي پرخلاف
په خوست کي دګوډملااړودوړرامنځ ته شو. له دي امله دپغمان به
لويه جرګه کي په دي نظامنامه کي بدلونونه رامنځ ته شول. همدارنګه
داساسي نظامنامي پرځينومادوکي (2،249) هم بدلونونه رامنځ ته
شول.
6- دهيواد پرملي ژبود نظامنامو چاپ :
- دابلاغ ديوالي ورځپاڼه ، چي په هغو کي به نظامنامي ليکل کيدي
اوبيا به له ګڼي ګوڼي په ډکوسيموکي برديوالونو ځړول کيدي .
- په المرافو کي دنايب الحکموله خوا عاموخلکو ته دنظامنامو شفاهي
ابلاغ ......
2- قضااو قضاوت داعليحضرت محمد نادرشاه دسلطنت په دوره کي 1308-1312
ل 1929- 1933م )
قضااوقضاوت د 1310لمريزکال دافغانستان دعالي دولت داساسي اصولنامي
په رڼاکي :
دمحکموترعنوان لاندي دافغانستان دعالي دولت داساسي اصولنامي
نهم فصل( له 78 مي مادي څخه تر94 مي مادي پوري ) د قضا او قضاوت
چارو ته ځانګړي شوي او د محکمو لاندي اصول په کي راغبرګ شوي
دي .
الف : عدلي محکمي دشرعي دعوو د مرجع په توګه .
ب : ددعوو فيصله کول دحنفي مذهب پربنسټ .
ت : دمحکموخپلو اکي .
ث : دعدلي محکمو علنيت.
ج : له مشروعو وسايلو څخه ګټه اخيستل ( ددفاع حق ) .
3- قضا او قضاوت د اعليحضرت محمد ظاهردسلطنت په وخت کي :
11
1- قضا او قضاوت د 1343 ل کال داساسي قانون له انفاذ څخه مخکي
.
ب : قضااو قضاوت د 1343 ل کال داساسي قانون
له انفاذ څخه وروسته
1- قضااو قضاوت د 1343 ل کال داساسي قانون له انفاذ څخه مخکي
.
د 1343 لمريز کال داساسي قانون له انفاذ څخه مخکي د 1310 لمريزکال
اساسي اصولنامه نافذه وه او دقضا په برخه کي يي احکام واجب التعميل
وو ، پردي سربيره دقضايي چارودښه والي لپاره ځيني اصولنامي هم
نافذي شوي او يو شميرنوي محکمي هم جوړي شوي ، لکه ، سوداګريزي
محکمي او دملکي مامورينو محکمي .
ب : قضااو قضاوت د 1343 لمريزکال داساسي قانون له انفاذ څخه
وروسته :
د1343 لمريزکال اساسي قانون دقضاخپلواکي په پام کي ونيوله او
محکمي يي دقضاييه قوي په نوم په يو منظم ارګان کي راټولي کړي
. ددي اساسي قانون په 97يمه ماده کي راغلي وو : قضاييه قوه د
دولت يو خپلواک رکن دي اوخپلي دندي د تقنينه قوي او اجراييه
قوي په رديف کي سرته رسوي. ددي اساسي قانون دحکم له مخي ستره
محکمه دقضاييه قوي په سرکي وه او ډيري مهمي قضايي چاري ورسپارل
شوي وي . دليږدپه پړاوکي دستري محکمي له جوړيدو مخکي ستره قضايي
ټولنه رامنځ ته شوه اوپه پاي کي د 1346 لمريزکال دتلي پر22مه
ستره محکمه جوړه شوه . د قضايي تشکيلاتو اوصلاحيت په قانون کي
ددغه مهم قضايي ارګان تشکيل او صلاحيت جوت شو ، په دي دوره کي
دقاضيانو دروزني اواستخدام لپاره دقضايي تعليماتو او ستاژکورس
جوړشو. قضايي سيمينارونه هم جوړشول، دفقي باوري کتابونه زموږ
پرملي ژبووژباړل شول، دستري محکمي مقرري او لايحي خپري شوي او
همدارنګه اصولنامي ، تعليماتنامي دمحکمو داستناد وړنورکڼ شميرشکلي
او متني قوانين چاپ اود ګټي اخيستووړوګرځيدل .
4- قضا او قضاوت د محمد داود په جمهوريت کي 1352- 1357 ل .
الف : قضا او قضاوت د 1355 ل کال داساسي قانون له انفاذ څخه
مخکي.
ب : قضا اوقضاوت د 1355ل کال داساسي قانون له انفاذ څخه وروسته
.
1- قضا او قضاوت د 1355ل کال داساسي قانون له انفاذ څخه مخکي
.
د 1352 ل کال دچنګاښ په26 مه دجمهوريت له اعلانولو سره جوخت
د1343 ل کال اساسي قانون لغوه اعلان شواودولتي چاري دجمهوريت
دفرمانونو له لاري په مخ بيول کيدي د 4/5/1356 نيټي دريمه ګڼه
جمهوري فرمان دقضا اوقضاوت چارو ته ځانګړي شوي و او دمحکمو تشکيل
اوصلاحيت يي څرګند او دهمدي فرمان له مخي دقضا عمومي اداري آمريت
رامنځته شو او دقاضيانو. عالي شورا دعدليي وزارت په چوکات کي
فعاليت کاوه په همدي دوره کي ځانګړي کورني محکمه جوړه شوه. همدارنګه
دکوچنيانو دځانګړي محکمي لپاره دماشومانو پرتاديب محکمي پوري
دمربوطو مقرراتو ضميمه طرحه اوتصويب شوه . د دولتي ګدامونو ځانګړي
محکمه ، اختصاصي حسابي محکمه او دپوليسو ځانګړي محکمه هم په
دي دوره کي رامنځ ته شوي اوصلحيه ټولني جوړي شوي .
ب – قضا او قضاوت د 1355 ل کال داساسي قانون له انفاذوروسته
د 1355 ل کال اساسي قانون قضاييه قوه د دولت يو رکن وباله او
په 96 مه ماده کي يي داسي راغلي وو: قضاييه قوه ددولت يورکن
دي چي له ستري محکمي او نورو محکمو څخه چي شميريي دقانون له
لاري ټاکل کيږي جوړيږي .
د1355 لمريزکال داساسي قانون په رڼاکي دستري محکمي وړاندوينه:
لکه څنګه چي پورته وويل شول د 1352 کال په چنګاښ کي دجمهوري
نظام له رامنځ ته کيدو اوپه ځانګړي توګه د افغانستان دجمهوري
دولت درياست ددريمه ګڼي فرمان له خپريدو وروسته ستره محکمه د
1343 کال په اساسي قانون کي ورته د ټاکل شوي مودي ( لس کاله
) له پوره کيدو مخکي ړنګه شوه ، دقاضي القضات واکونه دعدليي
وزيرته وسپارل شول اودستري محکمي صلاحيت دعدليي وزارت عمومي
عدليي مجلس ته ، چي وروسته يي د( قاضيانود عالي شورا) نوم غوره
ګړ ، وليږدول شو . د 1355 کال داساسي قانون په نهم فصل کي بيادستري
محکمي جوړيدل په پام کي ونيول شول، ترکيب او تشکيل يي توضيح
شو. ددي اساسي قانون په 126مه ماده کي دستري محکمي جوړيدل د1357
کال دچنګاښ پر26مه اعلان شوي وو ، خولکه څنګه چي ټولو ته څرګنده
ده د1357کال د غويي د اوومي خونړي کودتا د1355 کال داساسي قانون
دپلي کيدو مخه ونيوله او قضا د پخوا په څيردعدليي وزارت تراداري
لاندي پاتي شوه ، د1359 ل کال په چنګاښ کي دقضا اداره له حکومت
څخه جلا اوستره محکمه جوړه شوه . د 1366 کال دليندي پرنهمه داساسي
قانون له تصويب وروسته د لومړي ځل لپاره په هيواد کي واحد قضايي
سيستم رامنځ ته شو او دوسله وال پوځ محکمي او دداخلي او بهرني
امنيت پر خلاف د جرمونومحکمه دستري محکمي په تشکيل کي شاملي
شوي . ديادوني وړده چي دهيواد دقضا په تاريخ کي د محمد داود
په جمهوريت کي دمدني قانون او دجزا د قانون انفاذ ددي دوري له
مهمو اقداماتو څخه ګڼل کيږي.
13
دلنډمهالي او منځمهالي اداري له جوړيدو وروسته يوځل بيا د 1343
کال اساسي قانون نافذ شو. اوستره محکمه بيا راژوندي شوه.د 1381کال
دلړم پر 11 مه د عدلي اوقضايي اصلاحاتودکميسيون دجوړيدو اودهغه
ددند وپه باب دافغانستان داسلامي انتقالي دولت د رئيس فرمان
صادرشو ددي فرمان په دويمه ماده کي ليکل شوي وو د عدليي اوقضايي
اصلاحاتو کميسيون دهيواد قضايي اوعدلي چاري څيړي او دافغانستان
دقضايي او عدلي نظام دبياراژوندي کولو په موخه لازم اومقتضي
وړانديزونه واکمنو مقاماتو ته وړاندي کوي . دفرمان په دريمه
ماده کي راغلي وو: عدلي اوقضايي کميسيون له ستري محکمي ، عدليي
له وزارت او نورو اړوند و ارګانونو سره په نږدي همکاري کي پراخ
او هراړخيزاصلاحاتو ترلاس لاندي نيسي، دعدلي اوقضايي نظام دتطبيق
وړقوانينو پرڅيړولواو تکثير لاس پوري کوي ، صلاحيت لري چي په
قوانيو کي هررازبدلونونه او اصلاحات پيشنهاد او دنويو قوانينو
مسوده واکمنو مقاماتو ته وړاندي کړي ، چي په دي توګه په افغانستان
کي يومناسب عدلي اوقضايي نظام جوړشي .
په پاي کي بايد وويل شي چي دافغانستان داسلامي جمهوريت نوي اساسي
قانون او دقضاييه قوي د محکمو دتشکيلاتو او صلاحيت قانون تصويب
او نافذ او دغه راز دعدلي شورا غړيو له پارلمان (ولسي جرګي )
څخه دپاوررايه ترلاسه کړيده ، نوله دي امله هيله کيږي چي زموږ
دهيواد قضايي سيستم دقضايي عدالت دبسيايني اوزموږ دځوريدلو هيوادوالو
دترپښولاندي شويو حقوقو په بيرته ترلاسه کولو کي کلک ګامونه
پورته کړي .