
دډيري خوښي ځاي دي چي نن په داسي شرايطو
کي چي دعصر مډرنه ټکنالوژي واټنونه لنډوي او نړيوال د
سترګو په رپ کي له هغو تحولاتو څخه خبروي چي په نړي کي
رامينځ ته کيږي ،موږ دافغانستان داسلامي جمهوريت دستري
محکمي د کړنو دانعکاس له پاره د انترنيټي پاڼي دپرانسيتل
کيدو شاهديو.
قضا يو د قدر مقام دي اودهغه شرعي رسالت دڅښتن تعالي (ج)
او دخلکو په وړاندي ډير دروند دي ، دتاريخ په پړاوونوکي
د قضا د بهير مطالعه راښيي چي دي قضايي خدمتونو په عرضه
کولو کي يي سره له دي چي ډيري ستونزي يي په مخ کي لرلي
ډيري لوړي ژوري وهلي دي چي دي ستونزو د هغو دلاملونو د
په پام کي نيولو پرته قضايي رسالت او حيثيت ته نه جبران
کيدونکي تاوانونه رسولي او قضا ته مخ اړوونکي کسان يي
زيانمن کړي دي.
دزماني په دي مقطع کي د قضايي اصلاحاتو طرحه او تطبيق
چي دنظام د کيفي بهبود او دهغه په کړنو کي دعمل د چټکتيا
په موخه په لاره اچول شوي دي له مهمو اقداماتو څڅه ګڼل
کيږي . ددي پلان په ادامه او رښتياينه کي دڅښتن تعالي
(ج) څخه له مرستي غوښتو وروسته زمونږ تکيه په قضايي منسوبينو
ده . مونږ د چا د اغوستن له طرز سره علاقه نه لرو ، زمونږ
علاقه د قضائي منسوبينو له زړه، احساس ، اخلاص او وفاداري
سره ده. مونږ د يو مظلوم او بيچاره خومومن ، ژمن او متوکل
ولس سره مخامخ يو چي خپل سرنوشت له الهي مقدوراتو څڅه
انګيري او له چا څخه شکايت نه لري، مګر يوازي اويوازي
عدالت غواړي او دا دخواهي نه سر ګرداني ،چي دهغو دغوښتنو
رښتيا يينه يوازي د چارواکو له سمي لارښووني او تيګ چال
چلند پوري تړلي ده ، موږ ژمن يوتر څو اماره نفس يوي خواته
پريږدو او دچارو په سرته رسولوکي له مطمئنه نفس څخه کارواخلو
اوزموږ کړه وړه دقانون اومقرراتو په چوکاټ کي دصداقت او
ايمانداري سره يو ځاي وي . له ظلم څخه ځان وژغورو ، ځکه
که چيري موږ د قرآن اونبوي احاديثو په بنسټ عدالت نه کوو
او يا حق باطلوو اوحقدار ته يي نه سپارو دا په دي معنا
ده چي ظلم کوو.
موږ بايد دمظلوم ،داداو غوښتني ورسيږو ، اوښکي يي پاکي
کړو او په ټپونو يي مرهم کښيږدو او په دي توګه قضايي رسالت
په صحيح او مطلوبه توګه ترسره کړو.
دنظام داصلاح او غوره قضايي خدمتونو دوړاندي کولو له پاره
زموږ هلي ځلي په جدي توګه دوام لري ، همدا اوس د شپي اوورځي
په کار سره له شپږزرو څخه زياتي دوسيي په بيلابيلو جرمونو
کي چي له پخوا څخه پاتي شوي وي ، څيړل شوي دي، اړونده
محاکموته د قضيو د څيړني د مودي د کمښت په هکله مشخصي
او ځانګړي لارښووني صادري شوي دي او دعرض او دعوي د څښتنانو
مطالباتو او غوښتنو ته رسيده ګي بي له ځنډه دوام لري .
هيله من يو تر څو داانترنيتي پاڼه،د قضايي فعاليتونو انعکاس
ورکوونکي وي مونږ دامريکا له ولس څخه چي دستري محکمي دانترنيټي
پاڼي په اړوند يي دامريکادمتحدوايا لاتونو د پرمختيايي
اداري له لاري کمک او مرسته کړي ده خپل دمنني مراتب وړاندي
کړو. موږ په دي باوريو هغه څخه چي په قضا کي تر سره کيږي
نه ښايي چي دعوامو له څار څخه پټ پاتي شي بايد چي ټول
له هغي ځيني خبر شي .
راشي دلاندي شعارونو په رښتياينه کي له موږ سره همغږي
او همګام واوسي :
-- دعدالت په تامين
او له فساد سره په مبارزه کي بايد ولس ،پوليس ،څارنوالي
او قضا په ګډه ونډه واخلي.
-- دعدالت تامين په هيواد کي دامنيت
او ثبات د ټينګښت بنسټ دي .
-- دعمل چټکتيا او ددندي په ترسره کولو
کي زړورتيا او رښتينولي زموږهدف دي .
-- دلوي څښتن تعالي (ج) اودهغه دمخلوق رضا زموږ شعار دي.
( انشاء الله )











