دستري محکمي دانټرنيټي سايټ د پرانيستلو په مناسبت
دقاضي القضات او دستري محکمي رئيس پوهاند عبدالسلام عظيمي پيغام
دډيري خوښي ځاي دي چي نن په داسي شرايطو کي چي دعصر مډرنه ټکنالوژي واټنونه لنډوي او نړيوال د سترګو په رپ کي له هغو تحولاتو څخه خبروي چي په نړي کي رامينځ ته کيږي ،موږ دافغانستان داسلامي جمهوريت دستري محکمي د کړنو دانعکاس له پاره د انترنيټي پاڼي دپرانسيتل کيدو شاهديو.
قضا يو د قدر مقام دي اودهغه شرعي رسالت دڅښتن تعالي (ج) او دخلکو په وړاندي ډير دروند دي ، دتاريخ په پړاوونوکي د قضا د بهير مطالعه راښيي چي دي قضايي خدمتونو په عرضه کولو کي يي سره له دي چي ډيري ستونزي يي په مخ کي لرلي ډيري لوړي ژوري وهلي دي چي دي ستونزو د هغو دلاملونو د په پام کي نيولو پرته قضايي رسالت او حيثيت ته نه جبران کيدونکي تاوانونه رسولي او قضا ته مخ اړوونکي کسان يي زيانمن کړي دي.
نور