د بلخ ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت او مخکني رئیس د مخه ښې غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۴:۲۷
د بلخ ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت او مخکني رئیس د مخه ښې غونډه ترسره شوه

د روان هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۱۷مه نېټه د بلخ ولایت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د دې محکمې د مخکني رئیس محترم مولوي محمد یوسف "ابوالوفأ" د مخه ښې او نوي رئیس محترم مولوی محمد گلاب "فاروقی" د معرفت په موخه غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې چې د عاعه امنیت دېوان د رئیس محترم مولوي عبدالسلام "مظهري" لخوا د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د استیناف محکمې د ټولو دېوانونو رئیسانو، د بلخ ولایت معاون محترم نورالهادي"ابوادریس"، د استخباراتو معاون محترم مولوي عبدالله "عمر"، د بلخ ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي نیازمحمد "وهاج"، د ښاري محکمې او د نظامي زون محکمې منسوبینو، د مخزن او وثایقو آمــر، د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس او د ولســوالیو د ابتـدائیه محاکـمو رئیسانو ګــــډون درلــود. د غونډې په پیل کې د بلخ ولایت معاون محترم (ابوادریس) د ناستې ګـډونوالو په ځانګړې توګه د مرافعه محکمې نوي رئیس ته ښه راغلاست ووایه او تر څنګ یې د اسلامي نظام د ارزښت په تړاو خبرې وکړې وویل، یاد نظام د ډېرو هلو ځلو او قربانیو په پایله کې حاکم شوی، ساتل او پالل یې هم د ورته سختیو ګالل او قربانۍ غواړی. دغه راز نوموړي د استیناف محکمې د پخواني رئیس محترم "ابوالوفأ " په کارونو کې د صداقــت، تقـوا او امانتـدارۍ ستاینه وکړه او نوي رئیس محترم مولوي محمـدگلاب "فاروقي" یې د غونډې ګـــډونوالو ته ور معرفي کړ او په چارو کې یې ورته د لوی خدای "جل جلاله" څخه د بریالیتوب غوښتنه وکړه. ورپسې د بلخ ولایت د استخباراتو معاون محترم مولوي عبدالله "عمر" او د بلخ ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي نیازمحمد "وهاج" په خپل نوبت د قضاء سپېڅلې دندې پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې او د قضاء دندې یې دروند مسؤولیت یاد کړ، په قضائي چارو کې یې یوازې د لوی څښتن تعالی څخه د وېرې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د ستونزو په حل کې به له محاکمو سره هر ډول مرسته او همکاري وکړي. دوی د استیناف محکمې د پخواني رئیس محترم "ابوالوفأ" د ریاست کارونه وستایل او له هغه څخه یې مننه وکړه، د استیناف محکمې نوي رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه. د استیناف محکمې نوي رئیس هم په خپل وار د غونـډې ګــډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او تر څنګ یې د قضاء سپېڅلی دنده دروند دینوي او اخروي مسؤولیت یاد کړ. د استیناف محکمې نوي رئیس د دې محکمې د پخواني رئیس خدمتونه وستایل او په ورځنیو چارو کې یې ورته د لوی خدای (جل جلاله) څخه د مرستې غوښتنه وکړه. نوموړي زیاته کړه د قضاء او محاکمو شتون د نظام د بقاء او پایښت لپاره اړین او ضروري دی. یاده غونډه د ښاري محکمې د رئیس د محترم مولوي آدم خان "ابوجمیل" لخــوا د دعا په ویلــو ســره پای ته ورسېده.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۰
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان از آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید نمود 

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان، به تاریخ 15/1/1448هـ ق از دفاتر کاری آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید به عمل آورد. 
رئیس محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۱۳
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محکمه ابتدائیه ولسوالی دره آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر، با همراهی مولوی صبغت الله (مجددی) رئیس دیوان جزای مرافعه، مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه آن محکمه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۵۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز جلسۀ رؤسای دواوین دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، آمر ثبت اسناد و وثایق، به تاریخ  9/1/1448 هـ ق، جلسۀ رؤسای دواوین دایر. . .

بازگشت به اخبار