د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات هرات ولایت ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۳:۵۰
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات هرات ولایت ته سفر وکړ

د سه شنبې په ورځ (د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۹مه) د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب هرات ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت د مرافعه محکمې له ریاست څخه لیدنه وکړه.

محترم قاضي القضات صاحب د هرات مرافعه محکمې ته له رسېدو وروسته لومړۍ د دې محکمې د غونډو په تالار کې د هرات ولایت اړوند محاکمو له مسؤولینو سره ناسته وکړه، ناسته د استیناف محکمې د تجارتي دېوان د رئیس محترم مفتي دین محمد (هروي) لخوا د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالله (قادري) هرات ولایت ته د سترې محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب له سفر د مننې او ښه راغلاست ترڅنګ محترم قاضي القضات صاحب ته د هرات د محاکمو اړوند قضائي او اداري کارکوونکو د صادقانه خدمت په اړه بشپړ معلومات ورکړل.

دغه راز د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په دې ناسته کې چې د هرات ولایت د استیناف محکمې د دېوانونو، ابتدائیه محاکمو ټولو قضائي او اداري منسوبینو په کې ګډون درلود وویل، دا چې قضاء یو لوی مسؤولیت دی نو له ټولو قضائي منسوبینو هیله لرم چې د الله تعالی د رضا لپاره په ښه ډول د دغه لوی مسؤولیت د اداء کولو په برخه کې هڅې وکړي، پر رسمي وخت سربېره هم د قضائي چارو د ترسره کولو لپاره کار وکړي.

محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د ابتدائیه محاکمو قضائي کارکوونکو ته هدایت وکړ چې د فیصلو صادرولو او ورځنیو چارو پر مهال ډېر دقت وکړي، د افغانستان اسلامي امارت د اصولو مطابق د جزائي او مدني قضایایوو په تړاو فیصلې صادرې کړي ترڅو له صادرېدو وروسته نقض نه شي، په دې سره به محاکمو کې د کار تراکم کم شي.

دغه راز د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات زیاته کړه، د محاکمو قضائي منسوبین مؤظف دي چې هره اونۍ له زندانونو لیدنه وکړي او د زندانیانو له وضعیت څخه ځان خبر وکړي.

د ناستې په دوام د هرات ولایت د محاکمو اړوند قضائي او اداري کارکوونکو ته د محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب تر مهمو او ضروري هدایاتو وروسته د هرات ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم مولوي خدایرحم (خدام) د دې محکمې د اړتیاوو اړوند خبرې وکړې.

ناسته د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی واحدالله (صدیقی) رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل، با اشتراک منسوبین قضائی، اداری و خدماتی زون دوم، به تاریخ 7 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

بازگشت به اخبار