د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب بدخشان ولایت ته سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۹:۱۵
قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب بدخشان ولایت ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالکیم (حقاني) صاحب ولایتونو ته د خپلو سفرونو په دوام د پنجشنبې په ورځ (۲۴ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه له غرمې وروسته بدخشان ولایت ته سفر وکړ.

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د یاد سفر پر مهال د بدخشان ولایت د مرافعه محکمې د رئیس او قضائي غړو په ګډون د دغه ولایت د یو شمېر نورو محاکمو له مسؤولینو، د بدخشان له محترم والي، د علماوو شورا له غړو او نورو ولایتي ادارو له مسؤولینو سره وکتل.

شیخ صاحب د دې لیدنې پر مهال د قضاء او افتاء مسلک اړوند تفصیلي بیان وکړ وویل، د محاکمو ټول مسؤولین او منسوبین که هغه په مرکز کې وي یا په ولسوالیو کې، په خپلو اړوند کارونو کې دې پوره کوښښ کوي او په پوره غور او دقت دې فیصلې صادروي.

محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب زیاته کړه، قضاء ډېره لویه وظیفه ده باید په ښه ډول د ترسره کولو لپاره یې ډېر کوښښ وکړئ، کله چې قضائي مسؤولین فیصله صادره کړي باید محکوم له او محکوم علیه دواړو ته یې ورکړي، ځکه چې که محکوم علیه یې له نورو علماوو سره شریکه کړي بیا به د تهمت لګولو فرصت ونه لري.

محترم شیخ صاحب د محاکمو مسؤولینو ته په خطاب کې وویل، د مدعي او مدعي علیه ترمنځ سوله کوئ، خو خپله مصلحین مه جوړیږئ.

نوموړي هدایت وکړ چې د دارالوکاله وو خلک راوغواړئ د صورت دعوی صحیح طریقه ورته وښایاست، ځکه خلک له لرې سیمو راځي او د ناسمې صورت دعوی د ترتیب له وجې ډېر په تکلیف کېږي.

محترم قاضي القضات شیخ صاحب د بدخشان د محاکمو مسؤولینو ته په ټینګار سره وویل چې له مراجعینو او هیوادوالو سره د اسلامي شریعت او اصولو پر بنیاد ښه چلند کوئ.

د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب بدخشان کې د محاکمو پر مسؤولینو سربېره د بدخشان له محترم والي صاحب، د علماوو شورا له رئیس او غړو او یو شمېر نورو ولایتي اداري مسؤولینو سره د لیدنې پر مهال په اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

محاکم ولايت کندز طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۳۷۹) دوسیه، به تعداد (۱۴۴) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت کندز طی دو هفته (از ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۳۷۹) دوسیه، به تعداد (۱۴۴) قطعه وثایق را. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

جلسۀ قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت جوزجان دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی عبدالغنی (سعید) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت جوزجان؛ با اشتراک رؤسای دواوین، اعضای قضائی و آمرین محاکم مرافعه، شهری، ولسوالی‌ها و نظامی جوزجان - سرپل به تاریخ ۱۴. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت غور تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ ولسوالی ساغر ولايت غور بالای يک زن به جرم فساد اخلاقی؛ امروز پنجشنبه مؤرخ ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمهٔ ابتدائیهٔ مجرم زن را به ۱۰. . .

بازگشت به اخبار