د هیواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقو امرینو ته د اداري او مسلکي وړتیا لوړولو په موخه سیمینار جوړ شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۱:۴۷
د هیواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقو امرینو ته د اداري او مسلکي وړتیا لوړولو په موخه سیمینار جوړ شو

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۵مه نېټه کابل کې د حقوقو عمومي ریاست لخوا د دغه ریاست په تالار کې د هیواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقو امرینو ته د اداري او مسلکي وړتیا لوړولو په موخه دوه ورځنی سیمینار جوړ شو.

دغه سیمینار کې د هیواد ۳۴ ولایتونو د حقوقو پر امرینو سربېره یو شمېر اداري کارکوونکو هم ګډون درلود.

د سیمینار په پیل کې ګډونوالو ځانونه معرفي کړل، ورپسې د حقوقو عمومي رئیس محترم مفتي ابراهیم جان ابوالحفاظ د سترې محکمې په تشکیل کې د حقوقو ادارې د مسلکي او اداري چارو پر ارزښت، د حقوقو ریاست د کارکوونکو تر منځ د همغږۍ او یووالي رامنځته کولو، په خپلو منځو کې د کاري تجربو شریکولو، په حقوقي دعوې یا شخړو کې د مصالحې او د مصالحې له لارې د حقوقي قضیو د حل او فصل پر ارزښت او د محاکمو د فیصلو د تطبیق او تنفیذ په ارزښت تفصیلي خبرې وکړې.

د ښاغلي مفتي محمدابراهیم جان (ابوالحفاظ) تر وینا او د سیمینار د ګډونوالو تر معرفت وروسته، سیمینار د اجنډا مطابق لومړی د حقوقو عمومي ریاست د حقوقي کارپوهانو آمریت د املاکي کمېټي مسلکي غړي محترم محمد عارف  (صباح) په خپل وار سره د حقوقو د حاصلو د څرنکوالي قانون د مسودې په اړه لازم توضیحات ورکړل، دغه راز یې د حقوقو ادارې د اجرائیوي چارولکه(د عریضو ثبت، د دوسیود ثبت دفتر، جلب پاڼې، ضمانت خطونو او نورو کاري جدولونو او دفترونو په هکله لازم معلومات ورکړل.

ورپسې د کابل ولایت د حقوقو رئیس محترم مولوي عبدالمتین (عمري) د مصالحې له لارې د حقوقي قضیو د حل او فصل د پروسې په اړه د حقوقو آمرینو ته  پوره توضیحات ورکړل.

پر دې سربېره د کابل ولایت د حقوقو ریاست د دویم زون د حقوقو آمر محترم عنایت الله (اشرفي) لخوا د حقوقي قضیو(موضوعي او حوزوي صلاحیتونو) او محکمو ته د دوسیو د لېږلو د پروسې او څرنګوالي په برخه کې تدریس وکړ.

په همدې ترتیب د کابل ولایت د حقوقو ریاست د محاکمو د قطعي یا نهايي حکمونو د تطبیق او تنفیذ آمر ښاغلي  مولوي محمد نادر (سعادت) د حقوقي قضیو د محاکمو قطعي یا نهايي  شوو فیصلو د تطبیق او تنفیذ د پروسې په اړه پوره جریان او څرنګوالی واضح او بیان کړ.

دغه راز د سیمینار ګډونوالو ته پوښتنلیکونه ووېشل او او د تدریس شوو موضوعاتو په اړه د جوړو شوو پوښتنو په تړاو د سیمینار د ګډونوالو ځوابونه وغوښتل شول.

د یاد سیمینار ګډونوالو ته د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) په خپله اختتامیه وینا کې د حقوقو عمومي ریاست لخوا د یاد ریاست اړوند ولایتي مسؤولینو او اداري کارکوونکو ته د دغه ډول سیمینار جوړل وستایل او زیاته یې کړه، د اصولو، مقرراتو او مشرتابه د هدایاتو او اوامرو په رڼا کې په پوره امانتدارۍ د هیوادوالو مشکلاتو او موضوعاتو ته رسېدنه وکړئ.

د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب وویل، اداري چارې د بشر پر نظرونو او افکارو پورې نه دي تړلې؛ بلکې موږ په اسلام کې هر کار (که هغه اجتماعي یا دفتري وي) ترسره کولو لپاره اصول او لوایح لرو چې دغه اصول او لوایح د اسلام د اساساتو او بنسټونو او منابعو لکه قرآن، نبوي سنت او د مجتهدینو اجتهاد څخه سرچینه اخلي، چې اړوند مسؤولین هم له همدې منابعو څخه په ګټه اخیستنې سره خپل اصولنامې او مقررات ترتیبوي.

دغه راز محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) څرګنده کړه، د چارو سرته رسول لکه یوه فریضه ده؛ ځکه درسپارل شوې دندې د خدای (جل جلاله) له لوري تاسو ته یو مسؤولیت، نبوي تعهد او اسلامي نظام او خلکو سره ژمنه ده؛ که څوک د دغې فریضې سره ته رسولو کې د شریعت اصولو، لوایحو او مقرراتو ته توجه ونه کړي او د شخصي، قومي او سمتي اړیکو په نظر کې نیولو سره کار وکړي پایله یې د اسلامي امارت د نظام ناکامي او د خلکو تباهي ده.

د سیمینار په پای کې له ګډونوالو څخه غوښتنه وشوه چې د سیمینار اړوند موضوعات د خپلو ادارو اړوند مامورینو ته ورسوي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۰
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان از آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید نمود 

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان، به تاریخ 15/1/1448هـ ق از دفاتر کاری آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید به عمل آورد. 
رئیس محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۱۳
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محکمه ابتدائیه ولسوالی دره آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر، با همراهی مولوی صبغت الله (مجددی) رئیس دیوان جزای مرافعه، مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه آن محکمه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۵۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز جلسۀ رؤسای دواوین دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، آمر ثبت اسناد و وثایق، به تاریخ  9/1/1448 هـ ق، جلسۀ رؤسای دواوین دایر. . .

بازگشت به اخبار