د سترې محکمې د قضائي زده کړو په عمومي ریاست کې د نظامي محاکمو اړوند قضائي غړو ته ۴۵ ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۱۰:۴۹
د سترې محکمې د قضائي زده کړو په عمومي ریاست کې د نظامي محاکمو اړوند قضائي غړو ته ۴۵ ورځنی سیمینار پای ته ورسېد


د سترې محکمې د قضائي زده کړو په عمومي ریاست کې د ټول ولایتونو د نظامي محاکمو اړوند قضائي غړو (قضاتو، مفتیانو او محررینو) ته ۴۵ ورځنی قضائي سیمینار پرون چهارشنبې پای ته ورسېد.
په دغه سیمینار کې چې د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د  نظامي محاکمو د قضاتو، مفتيانو او محررینو د قضائي ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی و، د هیواد د (۳۴)  ولایتونو د محاکمو اړوند (۴۶) قضائي غړو ګډون درلود.
د یاد سیمینار ګډونوالو ته د مؤظفو استادانو او شیوخ کرامو لخوا د قضاء مسلک کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
د سیمینار ګډونوالو ته په خطاب کې د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب وویل، په خپلو پرېکړو او اجراآتو کې عدالت کوئ، له مراجعینو سره د اسلامي شریعت مطابق نېک چلند کوئ او د دوی دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړئ.
نوموړي زیاته کړه، قضائیه قوه د اسلامي امارت مهم او اساسي رکن دی چې د هیوادوالو د قضایاوو د حل دروند مسؤولیت په غاړه لري، په دې اساس د محاکمو قضائي او اداري غړي مکلف دي چې په پوره امانت دارۍ خپل دروند مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړي.
د سیمینار ګډونوالو د سترې محکمې له محترم عالي مقام څخه مننه وکړه چې د دوی لپاره یې ګټور او مهم سیمینار جوړ کړی و وویل، موږ په یاد سیمینار کې له مسلکي علماء کرامو او د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست له استادانو د قضاء مسلک اړوند ډېر څه زده کړل چې راتلونکي کې به زموږ د قضائي چارو د ښه ترسره کېدو لامل شي.
د سیمینار د پای غونډه د قضائي زده کړو د عمومي رئیس محترم مولوي عبدالرحمن (غزنوي) لخوا د دعائیې په ویولو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت غور تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ ولسوالی ساغر ولايت غور بالای يک زن به جرم فساد اخلاقی؛ امروز پنجشنبه مؤرخ ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمهٔ ابتدائیهٔ مجرم زن را به ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۲
Background image

حکم جزای تعزیری بالای (۱۷) مجرم و متهم در ولایت نیمروز تطبیق شد

به اساس فیصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ شهری ولایت نیمروز بالای (۱۷) تن به جرم لت وکوب پدر، روابط نامشروع و اتهام سرقت و لواطت، امروز پنجشنبه مٶرخ ۱۵ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبیق شد.
محک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک متهم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ ولسوالی شورتپه ولايت بلخ بالای يک تن به اتهام فعل لواطت؛ امروز پنجشنبه مؤرخ ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمهٔ ابتدائیهٔ متهم را به دو. . .

بازگشت به اخبار