د کابل د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۱۰
د کابل د مرافعه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه


نن شنبه ( د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې ۱۶مه) نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د یادې محکمې د نوي رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) د معرفت غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د سترې محکمې نظامي محاکمو معاون محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، د کابل والي محترم مولوي امان الله (عبید)، د سترې محکمې د اداري او مالي چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي کریم الله (زاهد)، د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد)، د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، د ښاري ابتدائیه محکمې د څلورګونو زونونو رئیسانو او نورو مسؤولینو ګډون درلود، د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب وینا وکړه وویل، د اسلامي امارت ټول مسؤولین او منسوبین باید د دې شکر اداء کړي چې الله تعالی ورته د خدمت موقع ورکړې ده.
تاسو ته معلومه ده چې د اسلامي امارت خصوصیت دا دی چې لسګونه کلونه تېر شول، خو د امارت په دریځ کې هېڅ تغیر نه دی راغلی او په خپل دریځ ثابت دی.
دغه راز د اسلامي امارت امتیاز په دې کې دی چې په رأس کې یې علماء کرام، د حنفي مذهب متابعین قرار لري او اطاعت یې مهم اصل دی.
وروسته د مرافعه محکمي نوي رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) خبرې وکړې وویل، الله تعالی له څلوېښت کلونو وروسته د اسلامي امارت په ستر نعمت ونازولو، له کړاونو ډک ژوند یې راته د خوښۍ په ژوند تبدیل کړ؛ نو موږ ته په کار ده د دغه ستر نعمت شکر اداء کړو، د عدالت د تأمین او ثبات رامنځته کولو په برخه کې له هېڅ ډول قربانۍ درېغ ونه کړو.
نوموړي زیاته کړه، که مسؤولین په اخلاص او حسن نیت سره کار وکړي هغه نظام استحکام او ثبات هم پیداکولای شي، د اخلاص او حسن نیت علاوه باید د مسؤولینو ترمنځ همغږۍ موجوده وي او د مشرانو اطاعت وشي.
محترم مفتي (ساجد) د کابل مرافعه محکمې د مخکني رئیس خدمتونه وستایل او نوموړي ته یې په چارو کې د لا بریالیتوب غوښتنه وکړه.
دغه راز د کابل والي محترم مولوي امان الله (عبید) د غونډې ګډونوالو ته د همغږۍ په اړه خبرې وکړې او د مسؤولینو ترمنځ یې په ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه، محاکم د عدالت د تأمین تر ټولو اساسي مرجع ده، ځکه محاکم نه یوازې د ملکي هیوادوالو بلکې د نظامي کسانو دوسیې هم څېړي، د مظلوم لاس نیوی کوي او ظالم ته د هغه د ظلم په اندازه شرعي سزا ورکوي.
ورپسې د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد) د کابل ولایت د مرافعه محکمې د نوي رئیس د مقررۍ پاڼه ولوستله او غونډه د کابل د مرافعه محکمې د تجارت دېوان رئیس محترم شیخ قیام الدین (قانت) صاحب په هر اړخیزه دعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولایت فاریاب تطبیق شد

به اساس فیصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ چهل‌گزی ولایت فاریاب بالای يک تن به جرم روابط نامشروع؛ امروز دوشنبه مؤرخ ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به يک سال حبس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۲۳
Background image

جلسۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ با اشتراک همه رؤسای دیوان‌های محکمۀ مرافعه و آمر ثبت اسناد و وثایق محکمۀ مرافعه، به تاریخ ۱۸ /۱۰ /۱۴۴۷ه‍ـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

جلسۀ اداری میان مسؤولین محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولایت بغلان دایر گردید

تحت ریاست مولوی عصام الحق (حقانی) رئيس محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولایت بغلان؛ با اشتراک رؤسای دواوین، قضات، کارمندان اداری و خدماتی محکمۀ مذکور، به تاریخ 18 /10 /1447هـ ق جلسۀ اداری دایر. . .

بازگشت به اخبار