د پکتيا د مرافعه محکمې د عمومي رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۴۵
د پکتيا د مرافعه محکمې د عمومي رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

 د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۱مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ د پکتیا ولایت مرافعه محکمې په عمومي ریاست کې د قضائي، اداري او امنیتي مسؤولينو او منسوبینو ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه.
 ياده اداري غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، ټولو ته یې د ښې روغتيا هيله وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټولو قضاتو ته د قضاء د اصولو او د قضاء د شان او شوکت په هکله د قرآنکريم له آیاتونو سره سم خبرې وکړې، محاکم یې د اسلامي امارت د عدل او انصاف اصلي مرجع ياده کړه او په اړه یې وویل؛ د ټولو محاکمو چارې باید په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي، قضاتو ته یې د عجز اختیارول، له کبر او کینې څخه د ځان ساتلو اړوند لارښوونې وکړې، د مجلس ګډونوال یې د ملت خادمین وګڼل، د محکمې د پرسونل ترمنځ یې د همغږۍ، د جمعې د لمانځه، د حاضرۍ د پابندۍ، په رسمي وختونو کې د خپلو دفترونو څخه د نه وتلو، د محکمې په امنیتي وضعيت او همدا راز د اداري اصولو په برخه کې د محکمې اداري کارکوونکو ته نېکې او لازمې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په دوام د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس مولوي واحدالله (صدیقي) خبرې وکړې، په خپلو خبرو کې یې محاکم د عدل کور وباله، د پنځه وخته جماعت پر پابندۍ یې ټینګار وکړ، زیاته یې کړه چې خپلو مسؤولیتونو ته په ښه ډول متوجه شئ تر څو په دنیا او آخرت کې بریالي شئ او په محاکمو کې یې د مغلقو موضوعاتو د حل په موخه شرعي مصالحو (د قضاتو ترمنځ مشورو) ته اشاره وکړه.
له دې وروسته د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس مولوي محمد رحیم (نعماني) خبرې وکړې وویل، د پکتیا ولایت مرافعه محکمې ریاست زموږ مشترک کور دی، موږ د همدې کور غړي یو، یو او بل ته باید په کامل ډول احترام ولرو او د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله خالد د خبرو څخه باید په کامله معنا اطاعت وکړو.
 ښاغلي نعماني د خبرو په دوام د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئيس د ورځنیو چارو ستاينه وکړه او ښاري ابتدائيه محکمې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.
ياده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۶
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ غلام الله (عادل) رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس تحریرات مرافعه، رئیس محکمه ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، رؤسای محاکم ابتدائیه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه شهری ولایت سمنگان جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالوهاب (زاهد) رئیس محکمه شهری ولایت سمنگان؛ با اشتراک رؤسای دواوین، اعضای قضائی، کارمندان اداری و خدماتی، به تاریخ 14 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۵۱
Background image

محاکم ولایت غور طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۳۷۷) دوسیه، به تعداد (۱۷۷) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهری، نظامی زون غور و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت غور طی دو هفته (‎از ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق الی ۱۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۳۷۷) دوسیه، به تعداد (۱۷۷) قطعه وثایق. . .

بازگشت به اخبار