د ميدان وردګ ولایت د محاکمو په حکم (١٠) متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۶:۳۲
د ميدان وردګ ولایت د محاکمو په حکم (١٠) متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه  د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې (۹) متهمينو او د یاد ولایت ښاري محکمې لخوا يو تن متهم ته تعزيري سزا ورکړل شوه. نن چهارشنبه د ۱۴۴۵هـ ق کال د شعبان المعظم د میاشتې ۲۴مه نېټه د ميدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې لخوا لسو (۱۰) تنو متهمينو ته په عام محضر کې د زنا، لواطت او بد اخلاقۍ په تور تعزيري سزا ورکړل شوه. ياد متهمين چې دوه ښځې او اته نارینه وو، د خپل بند موده يې مخکې تېره کړې وه. په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ميدان وردګ

 د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې (۹) متهمينو او د یاد ولایت ښاري محکمې لخوا يو تن متهم ته تعزيري سزا ورکړل شوه.

نن چهارشنبه د ۱۴۴۵هـ ق کال د شعبان المعظم د میاشتې ۲۴مه نېټه د ميدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې لخوا لسو (۱۰) تنو متهمينو ته په عام محضر کې د زنا، لواطت او بد اخلاقۍ په تور تعزيري سزا ورکړل شوه.

ياد متهمين چې دوه ښځې او اته نارینه وو، د خپل بند موده يې مخکې تېره کړې وه.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني)، د ولايت مقام د دفتر رئیس مفتي محمد ظابط (حارث)، د ياد ولايت د علماوو شورا رئيس محترم شیخ سيد محمد عابد (آغا)، د اطلاعات او کلتور رئيس مولوي حبيب الله مجاهد (اخندزاده)، د چک ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئيس مولوي عبدالصمد (فياض)، د یاد ولایت  منسوبينو او عامو هېوادوالو ګډون کړی وو.

يادې غونډې ته د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس مولوي عبدالکريم حقاني صاحب په وينا کې وويل، چې حدود او قصاص د الله تعالی د رحمت ذريعه ده، چې په تنفيذ سره يې امن او خوشالي رامنځته کېږي. محترم حقاني زياته کړه، د حدودو او تعزيراتو په تطبيق سره د پېښو ګراف را ښکته کېږي او جنايي جرمونه ختميږي، څوک بیا زړه نه ښه کوي چې جرم وکړي او اسلامي امارت د حدودو او تعزيراتو ترسره کېدو ته ژمن دی.

 د چک ولسوالۍ د ابتدائيه او ښاري محاکمو يادې پرېکړې د ميدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې او د مرکزي تميز د جزا دېوان له تائید وروسته نن ورځ پر متهمينو تطبيق شوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۱
Background image

محاکم ولایت پروان طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۲۵۷) دوسیه، به تعداد (۱۸۸) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیۀ شهری و ابتدائیۀ ولسوالی‌های ولایت پروان طی دو هفته (از ۱۳ /۴ /۱۴۴۸هـ ق الی ۲۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۲۵۷) دوسیه، به تعداد (۱۸۸) قطعه وثایق را نیز اجرا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۸
Background image

جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال ولايت کندز داير گرديد

تحت رهبری محترم مولوی عبدالواحد (قریشی) رئیس دیوان جزا و سرپرست محکمه مرافعه ولایت کندز؛ به اشتراک مولوی عبدالواحد مصعب نماینده مقام، مولوی عبدالمومن حازم رئیس شورای علماء، مولوی محمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۵۹
Background image

جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال ولایت تخار  دایر گردید

 تحت رهبری محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ با  اشتراک مسئولین مقام ولایت، حج و اوقاف، شورای علماء، امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات، معارف و مجلس فقهی. . .

بازگشت به اخبار