د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د نورستان مرافعه محکمې ته د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه 

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۱:۲۴
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د نورستان مرافعه محکمې ته د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه 

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي په ۷/۳/۱۴۴۶ هـ ق نېټه نورستان ولایت ته د سفر پر مهال د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په دې موخه له دوولس علماء کرامو آزموینه واخیسته او د دوی له ډلې يې يو ممتاز کس د اړوند ولایت مرافعه محکمې ته د دعوت او ارشاد برخې د آمر په حیث وټاکه.
دغه راز د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه محکمې له مسؤولینو او منسوبینو او دغه راز د نظامي قطعې له منسوبینو سره جلا جلا اصلاحي غونډې وکړې.
په دې اصلاحي غونډو کې د ياد پلاوي لخوا ټولو ګډونوالو ته د تقوا او اخلاص اړوند مهمې او ارزښتناکې ويناوې وشوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۱۰
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی بلخ ولايت بلخ بالای يک تن به جرم داشتن ارتباط نامشروع و اتهام زنا، به تاريخ ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم مذکور را. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۸
Background image

محاکم ولايت هرات طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۸۳۲) دوسیه، به تعداد (۴۳۴) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیۀ شهرى، ابتدائيۀ ولسوالى‌ها و وثایق ولایت هرات طی دو هفته (از ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۸۳۲) دوسیۀ حقوقى، تجارتی و جزائی، به تعداد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۳۰
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کابل

ریاست حقوق ولایت کابل به منظور تطبیق فیصله های محکمه ابتدائیه زون سوم شهر کابل که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با طرفين قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما. . .

بازگشت به اخبار