د کابل ولايت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۱:۴۳
د کابل ولايت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۰۵) دوسيو ته رسېدنه کړې، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په دوو اونیو کې (۷۳) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶) دوسيې فيصله شوې، (۱۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
د عامه امنيت دېوان ته په دوو اونیو کې (۲۰)  دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسیه فیصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
د نظامي منسوبينو دېوان ته په دوو اونیو کې (۶) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فيصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴ـ د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په دوو اونیو کې (۳۴) دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فيصله شوې، (۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵ـ د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په دوو اونیو کې (۴۳) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فيصله شوې، (۱۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۶
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصلۀ محکمه، دوسیۀ نسبتی (محمد کریم ولد محمد هاشم) و (ولی گل ولد محمد حضرت)

دوسیۀ نسبتی (محمد کریم ولد محمد هاشم) و (ولی گل ولد محمد حضرت) مسکونۀ فعلی ناحیه دهم شهر کابل، که از سوی جزء "د" دیوان تجارتی محکمۀ ابتدائیۀ زون دوم شهر کابل فیصله و غرض تطبیق به مدیریت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۵۵
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت جاغوري ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر زنا متهم و؛ په ۱۳/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۶
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولايت فارياب تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ دیوان امنيت عامه محکمهٔ ابتدائیهٔ شهری ولايت فاریاب بالای یک تن به جرم انتقال مشروبات الکولی؛ به تاريخ ۱۲/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق در محضر عام حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
دیوان امنيت. . .

بازگشت به اخبار