د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۲۶
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې ( له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې (۸۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۲۰) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۵۷) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴) دوسیې فیصله شوې، (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۱) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۸
Background image

جلسۀ اداری میان مسؤولين محاکم مرافعه و ابتدائیۀ شهری ولایت غزنی دایر گردید

تحت ریاست الحاج مفتی عزیزالله (حیدری) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی؛ با اشتراک کارمندان اداری و خدماتی محاکم مرافعه، ابتدائیۀ شهری، آمریت‌های حقوق،  ثبت اسناد و وثایق در مورد حکم عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۵
Background image

جلسۀ هفته‌وار مسؤولین محکمۀ مرافعۀ ولایت بادغیس دایر گردید

تحت ریاست الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق) رئيس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت بادغیس؛ به ‌تاریخ  ۱۵ /۸ /۱۴۴۷ه‍ـ ق جلسۀ هفته‌وار دایر گردید.   
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۳۱
Background image

گزارش مختصر ریاست پلان و پالیسی ستره محکمه طی ربع دوم سال ۱۴۴۷ هـ ق

ریاست پلان و پالیسی ستره محکمه در ربع دوم سال ۱۴۴۷هـ ق فعالیت‌های مهم ذیل را انجام داده است:
1-    در ربع دوم بر اساس گزارش‌های ماهانه و ربعوار، ریاست پلان و پالیسی گزارش‌های 34 ولایت. . .

بازگشت به اخبار