د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د امارتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۳۴
د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د امارتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ غونډه وشوه

د غزني ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ؛ په ۱۴/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یادې محکمې په مقر کې د ولایتي امارتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د غزني مرستیال والي، د نظامي محکمې رئیس، ښاري ابتدائیه محکمې، عدلیې، د فرامينو او احکامو د تعقیب او نظارت، کرنې او مالدارۍ، کور او ښار جوړونې، استخباراتو او امنيه قوماندانۍ رئیسانو او استازو ګډون درلود.
غونډه د تحریراتو آمر مولوي رحمت الله (منیب) لخوا د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د همغږۍ غونډې د ګټو په اړه يې خبرې وکړې وویل، د داسې غونډو په جوړېدو سره زموږ، ستاسو او مراجعينو ستونزې حل کېږي او ستونزو ته د رسېدو حللارې په کې موندل کېږي.
د غونډې په دوام ګډونوالو په خپل نوبت سره نظرونه وړاندې کړل، ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د اړوند موضوعاتو په اړ د ناستې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.
غونډه د غزني زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ عبدالبر لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۳۶
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات جلسه رؤسای دواوین برگزار گردید

تحت ریاست محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات، با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، به تاریخ 9/1/1448 هـ ق، جلسه دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۱۰
Background image

جلسه قضائی و  اداری میان مسؤولین محاکم ولایت جوزجان دایر گردید

 تحت ریاست محترم مولوی عبدالغنی (سعید) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت جوزجان؛ با اشتراک رؤسای دواوین، اعضای قضائی و آمرین محاکم مرافعه، شهری، محکمه نظامی جوزجان - سرپل و محاکم ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

با تلاش رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا موضوع قتل حل و فصل شد 

با تلاش محترم مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا؛ مولوی سراج الدین (راشد) رئیس دیوان جزا محکمه مرافعه، مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، شیخ رحمت الله (مظهری). . .

بازگشت به اخبار