د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۵
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي تفتیش عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:

  1. د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې د قضائي اجراآتو د ارزونې په موخه، د فاریاب، بدخشان، بامیان او نورستان ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړی او د ټولو بندیانو د وضعیت او اړتیاوو په اړه یې له دوی سره خبرې کړې دي.
  2. د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې د مرکزي او ولایتي محاکمو له اجراآتو څخه د اصحاب دعوی د شکایتونو په تړاو (۱۷۹) اقتضائي موضوعات دغه ریاست ته راجع شوي، چې له دې ډلې (۱۳۷) قضیې څېړل شوې او اړوند راپورونه د سترې محکمې عالي مقام ته استول شوي دي، پاتې (۴۲) دوسیې لا هم د قضائي مفتشینو تر څېړنې لاندې دي.
  3. د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې په جریان کې، د ولایاتو د محاکمو کلني او ربعوار راپورونه چې د پلان او پالیسۍ ریاست ته استول شوي وو، د محاکمو د عادي اجراآتو د څېړنې په ترڅ کې د قضائي مفتشینو لخوا وڅېړل شول.
  4. د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې په جریان کې، د یو واحد قضائي سلوک او په محکمو کې د سالمو کړنو د ترسره کولو په موخه، د سترې محکمې د عالي مقام د حکمونو، اصولو، مقرراتو او تصویبونو په نظر کې نیولو سره، د فاریاب، نورستان، بدخشان او بامیانو ولایتونو قاضیانو او اداري کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
  5. د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې په جریان کې، د قضائي او اداري منسوبینو د عادي اجراآتو د څېړنې په جریان کې چې د هغوى وړتيا، اهلیت، زيار او لياقت په کې څرګند شوي دي، د  قضائي مفتشینو له طرفه په لوړ بست کې د دوی د تقرر وړاندیزونه د سترې محکمې عالي مقام ته وړاندې شوي دي.
  6. د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې په جریان کې، په اسلامي امارت او محاکمو باندې د خلکو اعتماد زیاتولو او له مراجعینو او نورو امارتي ادارو سره د ښه چلند برخو ته جدي پاملرنه شوې او مسؤولینو ته جدي او لازمې لارښووني شوې چې د خلکو شکایتونو ته رسېدنه پر خپل وخت او د اصولو مطابق وکړي، سربېره پر دې، له هغو مراجعینو څخه چې د ستونزو د حل په موخه محاکمو ته حاضر شوي وو، معلومات هم ترلاسه شوي، ترڅو وڅېړل شي چې د محاکمو منسوبین ورسره څه ډول چلند کوي.
  7. د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې په جریان کې، د یو شمېر محاکمو عادي کړنې وڅېړل شوې، ترڅو هغه قاضیان او مامورین تشخیص شي چې د صداقت، ژمنتیا او مسلکي پوهې له مخې وړتیا لري او د لا زیاتو مسلکي زده کړو اړتیا لري؛ د یادو څېړنو پر بنسټ راپورونه ترتیب او د بعدي اقداماتو لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته واستول شول، څو له مخې یې د یادو کسانو د ظرفیت لوړونې په موخه لازم تصمیمونه ونیول شي.
  8. د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې په جریان کې، د نورستان، بامیان، فاریاب، بدخشان محاکمو د قضائي او اداري مسؤولینو کړنې وڅېړل شوې، په یاده څېړنه کې هغه نواقص چې کم وو، د محاکمو له مقرراتو او مصوباتو سره سم د مفتشینو لخوا ورته لازمې توصیې او لارښوونې وشوې او هغه نواقصات چې زیات وو، راپورونه یې د بعدي هدایت لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته واستول شول.
  9. د قضائي تفتیش عمومي ریاست له وظایفو څخه د سترې محکمې عالي شورا مصوباتو، مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو دوامدار نظارت کول دي، چې د مفتیشینو لخوا په لومړۍ ربعه کې یاد نظارت ترسره شوی دی.
  10. د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې په جریان کې، د قضائي مفتشینو له لوري د فاریاب، بامیان، بدخشان او نورستان ولایتونو د قضائي او اداري مسؤولینو عادي او اقتضائي ستونزې تشخیص او د حل په موخه يې راپور د بعدي هدایت لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته واستول شو.
  11. د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې په جریان کې، قضائي مفتشینو د محاکمو او استوګنې ودانیو له فزیکي وضیعت څخه لیدنه وکړه او د یو شمېر ودانیو د ترمیم په هکله یې خپل راپور د بعدي هدایت لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته واستوو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۸
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت تخار از محکمۀ ولسوالی فرخار آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت تخار غرض حصول اطمینان از حضور منسوبین محترم قضائی، اداری و بررسی از اجراآت محاکم ولسوالی‌ها، بتاریخ 23 /6/ 1447هـ ق به ولسوالی فرخار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۳۶
Background image

حکم جزای تعزیری بالای چهار مجرم و متهم در ولايت فاریاب تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی گرزیوان ولايت فاریاب بالای چهار تن به شمول دو زن به جرم داشتن ارتباط نامشروع و اتهام زنا، به تاريخ ۲۲/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق در محضر عام حکم جزای تعزیری. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۵
Background image

حکم جزای تعزیری بالای هفت مجرم و متهم در ولايت تخار تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی ینگی قلعۀ ولايت تخار بالای هفت تن به اتهام لواطت و سرقت و به جرم قماربازی، امروز یکشنبه مؤرخ ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ. . .

بازگشت به اخبار