د زابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس مولوي موسي کليم (برهاني) په مشرۍ؛ په ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس خبرې وکړې او ځينې موضوعات يې غونډې ته وړاندې کړل.
د غونډې په دوام د ځينو متفرقه موضوعاتو په اړه هم خبرې او بحث وشو، د حل په موخه یې ګډونوالو خپل نظرونه وړاندې کړه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
