د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۵۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۳۳) وثیقې هم اجرا کړې دي
د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳ /۸ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۵۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۳۳) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۹۰) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۲۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۹) دوسیې فیصله شوې، (۹۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۷۶) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۳۳) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
