د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳
د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۷۰) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱) دوسيه فيصله شوې، (۳۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۷۲) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱) دوسيې په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۲۷۶) دوسيې فیصله شوې، (۱۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۴۷) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې فیصله شوې، (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۱
Background image

محاکم ولایت پروان طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۲۵۷) دوسیه، به تعداد (۱۸۸) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیۀ شهری و ابتدائیۀ ولسوالی‌های ولایت پروان طی دو هفته (از ۱۳ /۴ /۱۴۴۸هـ ق الی ۲۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۲۵۷) دوسیه، به تعداد (۱۸۸) قطعه وثایق را نیز اجرا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۸
Background image

جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال ولايت کندز داير گرديد

تحت رهبری محترم مولوی عبدالواحد (قریشی) رئیس دیوان جزا و سرپرست محکمه مرافعه ولایت کندز؛ به اشتراک مولوی عبدالواحد مصعب نماینده مقام، مولوی عبدالمومن حازم رئیس شورای علماء، مولوی محمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۵۹
Background image

جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال ولایت تخار  دایر گردید

 تحت رهبری محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ با  اشتراک مسئولین مقام ولایت، حج و اوقاف، شورای علماء، امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات، معارف و مجلس فقهی. . .

بازگشت به اخبار