د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۷۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي
د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۷۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۳۷) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۰) دوسیې فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۸۴) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۷۰) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
