د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1. (۵۴۲۹۰) ليټره پطرول او ډیزل تیل، (۲۷۸) کیلو مایع ګاز او (۳۵۳۶) لیتره مبلایل د ولایتي مرافعه امنیتي قطعاتو او اتو زونونو او ولایتي څانګو ته له مرافعه محاکمو څخه اکمال شوي دي، (۲۶۸۷۷) لیټره پطرول او ډیزل تیل او (۱۱۸۹۹) کیلو مایع ګاز، د ملکي محاکمو او نظامي محاکمو قوماندانیو ته توزېع شوي دي.
2. (۱۱۳۰۰) لیټره پطرول او ډیزل تیل د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندانۍ لخوا اړوند پرسونل ته توزېع شوي، (۱۱۰۰) لیټره پطرول تیل د کابل ولایت (۱۴) ولسوالیو د محاکمو امنیتي پرسونل ته د ملکي محاکمو امنیتي قطعاتو قوماندانۍ لخوا توزېع شوي دي.
3. (۱۴۶۴) قلمه مفروشاتي، محروقاتي، البسوي، قرطاسیوي، د پخلنځي لوښي او تعمیراتي اجناس د محاکمو د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست او د ملکي او نظامي محاکمو د قطعاتو قوماندانيو ته توزېع شوي دي.
4. د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د ملکي محاکمو امنیتي قطعاتو قوماندانۍ او د نظامي محاکمو امنیتي قطعاتو قوماندانۍ په جزوتامونو کې د (۱۵۰) مجاهدینو تقرر په افسرۍ، ساتنمنۍ او ساتونکو بستونو کې د لیاقت، وړتیا او کادري فورم په اساس ترسره شوی دی.
5. په اونۍ کې درې ورځې مجاهدینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) فرمانونه، حکمونه، هدایات، لارښوونې او د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون درسونه تدريس شوي دي.
6. د خالد بن ولید (رضیالله عنه) تعلیمي مرکز قوماندانۍ لهخوا د یاد ریاست اړوند ملکي او نظامي محاکمو قطعاتو قوماندانیو اداري پرسونل ته د اداري زده کړو لس ورځنی سیمینار جوړ شوی دی.
7. (۱۰۵) عدده مخابروي او ټکنالوژيکي وسایلو ترمیم، تنظیم او پروګرام ترسره شوی دی.
8. (۲۲) عدده د پرنټر رنګونه توزېع شوي دي.
9. د (۱۷۸) عدده مخابروي عینیات توزېع شوي دي.
10. (۳۲) عدده مخابروي او ټکنالوژيکي وسایل د ملکي او نظامي محاکمو امنیتي قوماندانۍ آمریتونو او د مرکز او ولایتي محاکمو قوماندانيو ته توزېع شوي دي.
