د کابل ولایت قرهباغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه
د کابل ولایت قرهباغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب، په ۱۸ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده پېښه، چې د قرهباغ ولسوالۍ اړوند استالف په سړک کې د یوې ترافیکي پېښې له امله په ۱۲ /۳ /۱۴۴۸ هـ ق نېټه رامنځته شوې وه؛ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ د محکمې د قضائي غړو له لوري د حکم له صادرېدو مخکې دواړه لوري سولې او روغې جوړې ته وهڅول شول، چې د دواړو لوریو لهخوا ومنل شوه.
د مقتول د کورنۍ له رضایت وروسته، د محکمې له لوري یوه رسمي غونډه جوړه شوه، چې په کې د دواړو لوریو قومي مشرانو او علماوو هم ګډون درلود.
په دغه غونډه کې د مقتول وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او دغه موضوع په رسمي ډول پای ته ورسېده.
