د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب درلود، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع الأول میاشتې په ۲۵مه نېټه کونړ ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
د ليدنې په پیل کې یاد هيئت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د کونړ ولایت له مرکزي زندان او توقیف‌خونې څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس او توقیف‌خونې اړوند نارینه‌وو، ښځینه‌وو او ماشومانو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او اړتیاوې يې له ځان سره یادداشت او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
هيئت د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (۱۵) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیريتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن، وثایقو او حقوقو آمریتونو، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخېستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه‌ راز یاد هيئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د کونړ ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او اړوند ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
د پلټنې هيئت د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت له والي او د ولسوالیو له ځينو مسئولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د پلټنې هیئت یاد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په ۱۴مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۶
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ غلام الله (عادل) رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس تحریرات مرافعه، رئیس محکمه ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، رؤسای محاکم ابتدائیه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه شهری ولایت سمنگان جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالوهاب (زاهد) رئیس محکمه شهری ولایت سمنگان؛ با اشتراک رؤسای دواوین، اعضای قضائی، کارمندان اداری و خدماتی، به تاریخ 14 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۵۱
Background image

محاکم ولایت غور طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۳۷۷) دوسیه، به تعداد (۱۷۷) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهری، نظامی زون غور و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت غور طی دو هفته (‎از ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق الی ۱۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۳۷۷) دوسیه، به تعداد (۱۷۷) قطعه وثایق. . .

بازگشت به اخبار