د سترې محکمې نظامي معاونیت اړوند د غایبو اشخاصو د منقول او غیر منقول ملکیتونو د بررسۍ ریاست (۲۵) کارکوونکو ته شپږ ورځنی روزنیز سیمینار ورکړل شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۳۷
د سترې محکمې نظامي معاونیت اړوند د غایبو اشخاصو د منقول او غیر منقول ملکیتونو د بررسۍ ریاست (۲۵) کارکوونکو ته شپږ ورځنی روزنیز سیمینار ورکړل شو

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست اړوند د اجراآتو اروزنې او ظرفیت لوړونې ریاست له‌خوا د سترې محکمې نظامي معاونیت اړوند د غایبو اشخاصو د منقول او غیر منقول ملکیتونو د بررسۍ ریاست (۲۵) کارکوونکو ته شپږ ورځنی روزنیز سیمینار ورکړل شو.
په دغه سیمینار کې، چې د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۲مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې یې دوام درلود، د مجربو او مسلکي استادانو له‌خوا ګډونوالو ته د محاکمو د اداري سیستم اساسي مهارتونو، پلان جوړونې، د اجراآتو ارزونې او اداري مراسلاتو اړوند موارد تدریس شول.
د یاد سیمینار په اختتامیه غونډه کې د اجراآتو اروزنې او ظرفیت لوړونې ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې آمر مولوي عبدالولي (راشد)، د اجراآتو ارزونې آمر مولوي احمد (بدري) او د روزنیزو برنامو د طرح او تطبیق عمومي مسئول محمد حنیف (وردگ) ګډون کړی و.
د سیمینار په اختتامیه غونډه کې د ظرفیت لوړونې آمر مولوي عبدالولي (راشد) د یاد روزنیز سیمینار د ټولو ګډونوالو، په ځانګړې توګه د غایبو اشخاصو د منقول او غیرمنقول ملکیتونو د بررسۍ ریاست رئیس محترم مولوي محمدحنیف (آزاد)، له فعال ګډون څخه مننه وکړه.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې په دغه سیمینار کې له ترلاسه کړو زده‌کړو او مهارتونو څخه د ښې حکومتولۍ، مراجعینو ته پر وخت، دقیقو، مؤثرو او باکیفیته خدماتو وړاندې کولو په برخو کې ګټه واخلي او خپلې زده‌کړې او تجربې له نورو همکارانو سره هم شریکې کړي.
هغه زیاته کړه، چې راغلی نظام د سختو خواریو پایله ده، په دغه نظام کې کار کول اجر او ثواب لري؛ خو چې نیتونه اصلاح وي، دا چې په دغه نظام کې موږ او تاسو ته د دندې ترسره کولو فرصت راکړل شوی دی، نو اړینه ده، چې له دغه فرصت څخه د خپل دین او ولس په ګټه اعظمي استفاده وکړو.
د روزنیزو برنامو په پای کې د غایبو اشخاصو د منقول او غیر منقول ملکیتونو د بررسۍ رئیس د ظرفیت لوړونې او اجراآتو ارزونې ریاست له محترمو استادانو څخه مننه وکړه، چې په ډېر ورین تندي، ښه فصاحت سره یې له ګډونوالو سره خپل مهارتونه او نظریات شریک کړل.
نوموړي له خپلو ماتحت کسانو څخه غوښتنه وکړه، چې دلته له زده کړو مهارتونو څخه په عملي ډګر کې اعظمي استفاده وکړي، تر څو د دغه دردېدلي ولس ښه خدمتګاره واوسي.
یاد سیمینار د تصدیق‌پاڼو له توزیع وروسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت نیمروز از محکمه ابتدائیه ولسوالی‌ کنگ آن ولایت بازدید نمود

محترم مفتی سید احمد (معتصمی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت نیمروز؛ با همراهی مولوی سلیمان (حنفی) عضو قضائی دیوان امنیت عامه مرافعه و آمر تحریرات محکمه مرافعه، به تاریخ ۱۵ /جمادی الأولی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۵۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی شمس‌الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، به تاریخ  ۱۳ / ۵/ ۱۴۴۸هـ ق از آمریت عمومی زندان آن ولایت  بازدید و نظارت به عمل آورد.
رئیس محکمۀ مرافعه در این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری الحاج شیخ غلام الله (عادل) رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ؛ با اشتراک مولوی محمد ولی (حقانی) سرپرست ریاست دیوان جزای مرافعه، مولوی عبدالرؤف (زهیر) سرپرست ریاست محکمه ابتدائیه شهری. . .

بازگشت به اخبار