د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۱۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۴:۳
د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۱۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۱۸) دوسيو ته رسېدنه کړې، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په دوو اونیو کې (۱۴) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱) دوسیې فیصله شوې، (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
د عامه امنيت دېوان ته په دوو اونیو کې (۹)  دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ د دې محکمې د پوځي منسوبینو دېوان:
د پوځي منسوبينو دېوان ته په دوو اونیو کې (۷) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴ـ د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په دوو اونیو کې (۲۷) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵ـ د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په دوو اونیو کې (۴۳) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسیه فیصله شوې، (۱) دوسيه مکتوبي مسترد شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی واحدالله (صدیقی) رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل، با اشتراک منسوبین قضائی، اداری و خدماتی زون دوم، به تاریخ 7 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

بازگشت به اخبار