د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو ریاست کې جدیدالتقرر ۸ تنه علماء کرامو ته علمي اوتربیتي سیمینار ورکړل شو
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو ریاست کې د پکتیکا، جلال اباد او کابل ولایتونو علماء کرامو ته علمي قضایي سمینار ورکړل شو، دغه سیمینار د روان ۱۴۴۴هق د ذوالقعدې په ۱۱مه نېټه پیل شو او د همدې میاشتې تر۱۹مې نېټې پورې یې دوام وکړ.
په دې سیمینار کې د کابل ۴ تنه، د پکتیکا ۳ تنه، او د جلال اباد یوتن شامل وو.
په یاد سیمینار کې نوموړو ته د مسلکي استادانو له لوري د اسلامي امارت د اداري اوحقوقي اصولنامې سربېره د معین القضاة او رهنمائي وثائق مهمې برخې او د قضاء او افتاء په برخه کې مهم درسونه وویل شول.
همد اراز ورباندې عریضې لیکلو بیا د مختلف النوع فیصلو او ابلاغ پاڼې لیکلو او مطالعه کولو پورې عملي کار وشو.
یاد سمینار پنجشنبه چې د ذوالقعدې له ۱۹مې نېټې سره سمون خوري ماپښین یوه بجه پای ته ورسېد.
د سیمینار ګډونوالو خوښې څرګندوله چې په سیمینارکې یې د ظرفیت، ارتقاء اوعملي کار سره اشنا شول،
هغوی له سترې محکمې او بیا د قضایي تعلیماتو ریاست له استادانو څخه مننه کوله چې دوی ته یې دا زمینه مساعده کړه اونه ستړې کېدونکې هلې ځلې یې ورسره وکړې.
