د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا


د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (2مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د 1402 هـ ش مالي کال لپاره د هدایت احسان لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمېره (57296-D  ) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت په مرکز مرحوم حاجي ملک نورمحمد مارکیت کې موقعیت لري، د (17985305) اوه لس میلیون، نه سوه پنځه اتیا زره او درې سوه پنځه افغانۍ په قیمت سره د قضائیه قوې د محاکمو د ساتنې عمومي اجرائیوي ریاست لپاره د (3) قلمه پوښاکو(بوټ، جمپر او چپلکو) د تدارک قرارداد وکړي .
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې تر اوو (7) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مراحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements