د کابل د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۱۷۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې له (۱۶ /۳ /۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې (۱۷۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۲۶) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۸) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.