د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۰۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې) پورې (۲۰۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په يوه مياشت کې د (۶۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په يوه مياشت کې د (۲۶) دوسیې په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۵۷) دوسیې فیصله شوې، (۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د کونړ ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۸۵) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.