د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۳۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
Sat, Nov 29 2025 10:40 AM
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۳۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۴/ ۵/ ۱۴۴۷ څخه تر ۶ /۶ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۳۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۶۴) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۳۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۲) دوسیې فیصله شوې، (۵۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۶۳) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۵) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۳۸) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

Latest news

Sat, Feb 28 2026 11:49 AM
Background image

Brief Report on the Activities of the Dar al-Ifta Directorate of the Supreme Court During the Second Quarter of 1447 AH

During the second quarter of the year 1447 AH, the Dar al-Ifta Directorate of the Supreme Court carried out following important activities:
1. During the second quarter of 1447 AH, the. . .

Sat, Feb 28 2026 11:47 AM
Background image

Brief Report of the Planning and Policy Directorate of the Supreme Court for the Second Quarter of 1447 AH

During the second quarter of 1447 AH, the Planning and Policy Directorate of the Supreme Court carried out the following important activities:
1. During the second quarter, based on. . .

Sat, Feb 28 2026 11:27 AM
Background image

Brief Report of the General Directorate of Judicial Inspection of the Supreme Court for the Second Quarter of 1447 AH

During the second quarter of 1447 AH, the General Directorate of Judicial Inspection of the Supreme Court carried out the following key activities:
1.    The performance of courts in. . .

BACK TO NEWS