په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۰/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شوه.
