د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور
د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
د دارالانشاء عمومي ریاست په دویمه ربعه کې د محاکمو د تبدیلۍ اړوند (۶۷۸) موضوعاتو، د استهداآتو اړوند (۱۷۳) موضوعاتو، (۱۸۰) متفرقه موضوعاتو، د تنازع صلاحیت اړوند (۳۹) موضوعاتو، د قضاتو د تخلفاتو اړوند (۹۹) موضوعاتو، د تجدید نظر اړوند (۱۸۹) موضوعاتو او (۱۲) متحدالمآلونو ته، چې په مجموع کې (۱۳۷۰) موضوعات کېږي؛ ته له اصولو سره سم رسېدنه کړې ده.
