د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
خميس, نوفمبر 13 2025 11:34 صباحا
د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز فیروز کوهي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئیسانو، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او اړوند دېوانونو رئیسانو، د حقوقو، تحريراتو او دعوت او ارشاد آمرينو په ګډون، په ۶/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.

غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې پر اهمیت يې وینا وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس قضاتو ته په خطاب کې وویل، کوښښ وکړئ خلک له زندان څخه وژغورئ، تر هغه وخته پورې یو مجرم مه زنداني کوئ، ترڅو چې يې زندان د ټولنې او  مجرم د اصلاح سبب نه وي.

د مرافعه محکمې رئیس زیاته کړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) لارښوونه هم همدا ده چې هڅه باید وشي ترڅو خلک بې ځایه زنداني نشي؛ ځکه چې د هغوی کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، د کورنۍ نفقه یې نه برابرېږي، اولادونه يې له تعلیم او تربیې څخه لرې پاتې کېږي او په راتلونکې کې ټولنې ته لوی زیان اړوي.
د غونډی په وروستيو کې ګډونوالو خپل نظرونه شريک کړل او د مرافعه محکمې رئیس ورته لازمې لارښوونې وکړې.

 غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

أربعاء, مايو 14 2025 3:56 مساء
Background image

عقد اجتماع قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في محافظة كابل

عقد قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني)، اليوم الأربعاء (١٦/ ۱۱/١٤٤٦ هـ ق) اجتماعاً مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في. . .

ثلاثاء, أبريل 22 2025 9:50 صباحا
Background image

زیارة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا إلى محافظة زابل

زار قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلةُ الشيخ عبدالحكيم الحقاني، في 22/10/1446هـ ق، على رأس وفد، محافظة زابل، استمراراً لجولاته الإقليمية ومتابعته. . .

خميس, أبريل 17 2025 6:09 مساء
Background image

زیارة فضيلة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا على رأس وفد إلى محافظة هلمند

قام قاضي القضاة ورئيس المحمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني) ، بتاريخ ١٨ / ١٠ / ١٤٤٦ هـ ق، على رأس وفد بزيارة محافظة هلمند، وذلك في إطار مواصلته. . .

BACK TO NEWS