د هیواد نهو ولایتو ته د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي سفر پای ته ورسېد

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۲:۴۴
د هیواد نهو ولایتو ته د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي سفر پای ته ورسېد

د هیواد نهو ولایتونو  (تخار، بدخشان، کندوز، سرپل، مزار شریف، جوزجان، فاریاب، سمنګان او بغلان) ته د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د عمومي رئیس محترم مفتي حزب الله (ابراهيمي) په مشرۍ د سترې محکمې د یوه پلاوي له لاسته راوړنو ډک ۱۲ ورځنی سفر په ۱۴۴۴/۲/۲۰هـ ق نېټه پای ته ورسېد.

د سترې محکمې دغه پلاوي چې په تشکیل کې یې د سترې محکمې د بشري سرچینو سرپرست رئیس محترم مولوي سیف الله (آغا)، د تدقیق او مطالعاتو ریاست قضائي مدقق محترم حافظ مولوي حمدالله (محمدي) او د ظرفیت لوړونې او اجراآتو د ارزیابۍ رئیس محترم حافظ نصیراحمد هم ګډون درلود په ۱۴۴۴/۲/۸ هـ ق نېټه د ولایتي محاکمو د اداري او قضائي چارو د ارزونې په موخه یادو نهو ولایتونو ته سفر وکړ.

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي حزب الله (ابراهیمي) او ورسره مل پلاوي د دغه سفر پر مهال د ولایتي استیناف او ښاري محاکمو پر رئیسانو سربېره د یو شمېر ولایتونو له والي صاحبانو او نورو  اداري مسوولینو سره وکتل.

د سترې محکمې دغه پلاوي د ولایتي محاکمو مسوولینو ته هدایت وکړ چې د هیوادوالو قضیو ته په ټاکلي وخت او شفافه توګه رسېدنه وکړي.

یاد پلاوي په ولایتي محاکمو کې د وړ قضائي کارکوونکو د جذب په موخه بدخشان ولایت کې له ۱۴۰ دیني علماوو ، په فاریاب ولایت کې له ۳۵ دیني علماوو او په سرپل ولایت کې له ۴۰ دیني علماوو څخه د قضاء مسلک کې ازموینه واخیسته.

دغه راز یاد پلاوي د ولایتي محاکمو د اداري چارو (صادرې، واردې، اندارج، جلب، د ابلاغ پارچې، وړاندیز او مکتوبونو) ارزونه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۵۶
Background image

بر یک قاتل در ولایت خوست حکم الهی (قصاص) تطبیق شد

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۰/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت بلخ بالای يک تن به جرم قاچاق مشروبات الکولی؛ به تاريخ ۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به ۳۹ دُره جزای تعزیری. . .

بازگشت به اخبار