د بلخ د مرافعه، ښاري او ولسوالیو محاکمو د رئیسانو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۹:۸
د بلخ د مرافعه، ښاري او ولسوالیو محاکمو د رئیسانو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه

د پنجشنبې ورځ (16 /8 /1444هـ ق نېټه) د بلخ ولایت د استیناف محکمې په ریاست کې د دې محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف (ابوالوفاء) په مشرۍ د محاکمو د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته ترسره شوه.

یاده غونډه چې د استیناف محکمې د ټولو دېوانونو رئیس صاحبانو، مفتیانو، محررینو، د مخزن او وثایق آمر، د تحریراتو رئیس، د ښاري محکمې رئیس او د دېوانونو رئیس صاحبانو، د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو او مربوطه غړو په کې ګډون کړی وو د محترم مولوي صاحب عبدالسلام(مظهري) لخوا د کلام الله په تلاوت او د الله (جل جلاله) په ثنا او صفت سره پیل شوه.

ورپسې د استیناف محکمې رئیس (ابوالوفأ) حاضرینوته د قضائي او اداري مسؤولیتونو په اړه لاندې لازمې اومهمې سپارښتنې وکړې:

  1. د محاکمو رئیس صاحبان باید په هره موضوع کې له خپلو قضائي همکارانو سره تر مشورې او موافقې وروسته تصمیم ونیسي، له خپلو همکارانو او کارکوونکو سره باید همغږي ولري.
  2. کله چې مرافعه محکمه له ابتدائیه محکمې څخه د مدعی یا مدعي علیه راجلب کول وغواړي، باید په دې برخه کې پوره همکاري ورسره وشي.
  3. نقض شوې فیصلې باید تر اصلاح وروسته بېله ځنډه بېرته مرافعه محکمې ته راولیږي، حق د اولیت باید نقضي دوسیې ته ورکړل شي.
  4. رئیس صاحبان باید خپلو قضائي او اداري مراجعینو ته بد الفاظ استعمال نه کړي.
  5. قاضي صاحبان باید د طرفینو په موجودیت کې داسې الفاظ استعمال نه کړي چې طرفین شکمن شي چې فیصله د یو طرف په ګټه کېږي.
  6. د اقرارپه صورت کې چې کله فیصله ورباندې بنأ کیږي باید صریح وي، ترتیب د اقرارخط هم باید د دوو شاهدانو په حضور کې ولیکل شي.
  7. په هره موضوع کې باید قرار صادر نه شي، شرعي فیصلې ورباندې وکړئ.
  8. چې کله فیصله نقض شوه باید نواقض یې اصلاح کړئ، داسې نه چې قرار ورباندې صادر کړئ او بندي هم خوشي کړئ.
  9. متحدالمآل مکتوبونه چې د سترې محکمې څخه راځي د هغه مطابق باید اجراآت وشي.
  10. د خبرو توازن باید جانبینو ته د نوبت په رابطه مراعات شي.
  11. د نظرونو درناوی او د مافوق محاکمو احکامونو ته باید د قدر په سترګه وګورو. باید خپل ځانونه د مافوق مرجع په احکامو په تطبیق مکلف وګڼو.

دغه راز نوموړی وویل، په محاکمو کې د کار ډېرښت ددې ښکارندویي کوي چې خلق الله او ولس د اسلامي امارت په قاضیانو د عدالت باور لري په همدې خاطر هره وړه اوغټه ستونزه تر محاکمو رارسوي او له محاکمو یې حل لاره غواړي، موږ او تاسې باید خپل مراجعین او ولس ناهیلي نه کړو او تر خپله وسه دوسیې په چټکتیا، ځیرکتیا او د اسلامي شریعت په رڼا کې حل کړو.

د استیناف محکمې رئیس د ماتحت محاکمو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې له خپلو قضائي او اداري کارکوونکو سره دې پوره صداقت او اخلاص کوي او د خپلو کارونو یوازینۍ موخه د الله (جل جلاله) رضا او ځورېدلي ولس ته خدمت وګرځوي.

ورپسې د ماتحت محاکمو رئیسانو په نوبت خپلې ستونزې د استیناف محکمې له رئیس او د ناستې له حاضرینو سره شریکې کړې، چې د حل په موخه یې د قضائي رئیسانو ترمنځ پراخ واضح بحث ترسره شو.

په پای کې یې حاضرینو ته سپارښتنه ورکړه چې قضائي او اداري منسوبین دې د خلق الله ستونزو ته د امکان ترحده رسېدنه کوي او د کارونو د چټکتیا او تنظیم لپاره به موږ ټول لازم امکانات ورته برابروو.

د ناستې په پای کې د جزاء دېوان رئیس محترم شیخ فریدالدین حقاني حاکم نظام ته د بقاء او د مسؤولیتونو د ښه ترسره کېدو لپاره دعا وکړه او ناسته پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۵۶
Background image

بر یک قاتل در ولایت خوست حکم الهی (قصاص) تطبیق شد

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۰/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت بلخ بالای يک تن به جرم قاچاق مشروبات الکولی؛ به تاريخ ۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به ۳۹ دُره جزای تعزیری. . .

بازگشت به اخبار