د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د (۱۶۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۷۶) وثیقې هم اجرأ کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۵:۳۸
د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د (۱۶۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۷۶) وثیقې هم اجرأ کړې دي

 

په دغه راپور کې له /۱/۱۰/۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۳۰/۱۰/۱۴۴۴ هـ ق نېټې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۰۰) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه (۳۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۶۸) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۳۵) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۵)جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه (۹) دوسیه مکتوبي مسترده شوې، د (۶) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۱۵) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
دغه راز په یاده موده کې (۱۷۶) بېلا بېل وثایق هم اجراء شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۵۶
Background image

بر یک قاتل در ولایت خوست حکم الهی (قصاص) تطبیق شد

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۰/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت بلخ بالای يک تن به جرم قاچاق مشروبات الکولی؛ به تاريخ ۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به ۳۹ دُره جزای تعزیری. . .

بازگشت به اخبار