د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش یوه پلاوي د غور ولایت له شپږو ولسوالیو لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۳:۵۸
د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش یوه پلاوي د غور ولایت له شپږو ولسوالیو لیدنه وکړه

د جنوب غرب زون د تمیز ریاست او د سترې محکمي د قضائي معاونیت د محترم مقام د هدایت په اساس د جنوب غرب  زون د قضائي پلټنې عمومي ریاست د خپل تفتیشي پلان له مخې د یاد ریاست د قضائي پلټونکو څخه جوړ پنځه کسیز پلاوي چې په ترکیب کې یې د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش معاون شتون درلود د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۲۴مه نېټه غور ولایت ته سفر وکړ.

د قضائي تفتیش دغه پلاوي لومړی د غور ولایت د مرافعه  محکمې له رئیس سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل او د محاکمو د معمولي مشکلاتو او د محاکمو د پرمختګ په اړه یې ورسره هراړخیزې خبرې وکړي؛ وروسته یې د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنې او بررسۍ په موخه د خپل کاري پلان له مخې د صفرالمظفر میاشتې په ۲۵مه نېټه د یاد ولایت ولسوالیو ته سفر وکړ.

 

د جنوب غرب زون د تمیز ریاست د قضائي تفتیش دغه پلاوي د خپل سفر په جریان کې د غور ولایت د الله یار، الفاروق، چهارسدې، مرغاب، لعل و سرجنګل او دولت یار ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.

د قضائي تفتیش یاد پلاوي د غور د ابتدائیه محاکمو څخه د لیدنې پر مهال د یادو محاکمو لخوا صادرې شوې فیصلې بررسي او په دقت مطالعه کړې او د شرعي فیصلو د صادرولو په اړه یې د محاکمو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

وروسته یې د یادو محاکمو ملاحظات د هرې محکمې د قضائي پلاوي سره په احسنه طریقه شریک کړل او له محاکمو څخه یې د وضاحت غوښتلو د طرزالعمل مطابق د یادې هرې ولسوالۍ د قضائي پلاوي څخه پوښتنې وکړې.

په دې سربېره دغه پلاوي د خپلې کاري لایحې مطابق د یادو ټولو ابتدائیه محاکمو د عریضو د ثبت، د حقوقي دوسیو د ثبت، د جزائي دوسیو د ثبت، وارده او صادره، د رسیداتو کتاب، د حاضرۍ کتاب او درې میاشتنی راپور بررسي او مطالعه کړل او په دې برخه کې یې ورته لازم هدایات وکړل.

وروسته یاد پلاوي د رایو په اتفاق د یادې هرې محکمې د فیصلو د صحت او سقم فیصدي معلومه کړه.

دغه راز د قضائي تفتیش پلاوي د بندیانو د وضعیت د څېړلو په موخه د یادې هرې ولسوالۍ له محبس څخه لیدنه وکړه، د هرې ولسوالۍ د ټولو محبوسینو بشپړ شهرت او وضعیت یې له ځان سره نوټ او بیا یې له اړوند محکمې سره شریک کړی.

پر دې سربېره یاد پلاوي د هرې ولسوالۍ له قومي مشرانو او علماء کرامو سره جلا، جلا ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو په اړه یې د هغوی نظر او معلومات واخیستل.

وروسته د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست پلاوي د یادې هرې ولسوالۍ د مسؤولینو لکه: ولسوال صاحب، امنیه قوماندان صاحب او د استخباراتو له مدیر سره وکتل، له یادو مسؤولینو څخه یې د مربوطه محکمې په اړه معلومات وغوښتل او د محاکمو د فعالیتونو د لاښه پرمختګ او د ځینو ستونزو د حل په اړه یې د هغوی نظرونه واورېدل.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۶
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی از محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌های خواجه عمری و رشیدان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مفتی عزیزالله (حیدری) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی؛ با همراهی مولوی عبدالقدوس مفتی دیوان مدنی مرافعه، مولوی حمیدالله (حماد) عضو محرر محکمۀ اختصاصی و مدیر مالی محکمۀ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

گزارش مختصر از ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه طی ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق

گزارش عمده فعالیت‌های ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه در ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق به شرح ذیل است:

۱. در برخی موارد خاص، مبلغ (۹۶۲۳۲) افغانی عایدات جمع‌آوری و به خزانهٔ امارت اسلامی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۱:۲۸
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان از زندان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان با معیتی مفتی عبدالولی (حلیم) رئیس دیوان جزای محکمۀ مرافعه و مولوی عبدالمقیت (مبارز) رئیس دیوان امنیت عامۀ مرافعه. . .

بازگشت به اخبار