د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس د فارياب مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګه پرانیسته

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۳:۴۸
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس د فارياب مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګه پرانیسته


د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئيس محترم الحاج حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) د دغه ریاست د یوه پلاوي په مشرۍ د ټول هېواد په سطحه محاکمو کې د دعوت او ارشاد ریاست د څانګو د پرانېستلو په موخه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني مياشتې په ۱۹مه نېټه ولایتي محاکمو ته سفر پیل کړ.
په ياد پلاوي کې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عصمت الله (برهان) او د قضائیه قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د دعوت او ارشاد عمومي مدیر مولوي رحيم الله (منیب) شتون لري.
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست دغه پلاوي د خپل سفر په لړ کې د سه شنبې په ورځ (۲۲/۴/۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د فاریاب ولایت مرافعه محکمې څخه لیدنه وکړه، د يادې ليدنې په لومړي سر کې د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبدالوهاب (زاهد) د دغه پلاوي په راتګ خوښي څرګنده کړه او تود هرکلی یې وکړ.
ورپسې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عصمت الله (برهان) د مرافعه محکمې ټولو غړو ته اصلاحي وینا او بيان وکړ، چې ټولو سامعينو ښه په غور واورېده او ډېره خوښي یې څرګنده کړه.
د يادې ليدنې په دوام د دعوت او ارشاد ریاست رئيس الحاج حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) د فارياب ولايت په مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګه پرانېسته او د دعوت او ارشاد تدريسي نصاب يې اړوند کارکوونکو ته توزېع او تشرېح کړ.
د يادې ليدنې په پاى کې د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبدالوهاب (زاهد) او ټولو کارکوونکو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د عمومي پاملرنې او د سترې محکمې د عالي مقام د خصوصي پاملرنې څخه ډېره خوښي او رضايت څرګند کړ، دا کار يې د اسلامي امارت ستر ابتکار وباله.
محترم مفتي زاهد ژمنه وکړه چې د فاریاب ولایت ټولو محاکمو ته به دا تدريسي نصاب رسوي، د کارکوونکو اصلاح ته به جدي پاملرنه کوي او له دې سره د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د نورو ولایاتو محاکمو د نظارت په موخه له دوى سره مخه ښه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۵۶
Background image

بر یک قاتل در ولایت خوست حکم الهی (قصاص) تطبیق شد

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۰/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت بلخ بالای يک تن به جرم قاچاق مشروبات الکولی؛ به تاريخ ۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به ۳۹ دُره جزای تعزیری. . .

بازگشت به اخبار