د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس د امارتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا تقویې په موخه خوست ولايت ته سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۳۹
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس د امارتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا تقویې په موخه خوست ولايت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس محترم مفتي عتيق الله (دروېش) د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت په ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د امارتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا تقویې او یو شمېر جزائي دوسیو د حل او فصل په موخه خوست ولایت ته سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي رئیس د یاد سفر پر مهال چې مفتي عبدالحی (شاکر) یې ملتیا کوله د خوست له والي، مرستیال والي، امنيه قوماندان، ولسوالانو، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو، د علماوو شورا او د استخباراتو له رئيسانو او نورو اړوند امارتي ادارو له مسؤولینو سره د ولایت مقام په تالار کې وکتل.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) یادې غونډې ته د خبرو پر مهال د ټولو امارتي ادارو له مسؤولینو غوښتنه وکړه چې د چارو د ژر او اصولي ترسره کولو په موخه دې له یو بل سره د اصولو په رڼا کې قوي همغږي ولري، ځکه د ځینو چارو ترسره کول د څو ادارو له همغږۍ او همکارۍ پرته ناشوني دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، ټول ولایتي مسؤولین دې د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي، له مراجعینو سره دې نېک چلند کوي او په خپل ټاکلي وخت دې دندو ته حاضرېږي.
په دې سربېره د خوست محترم والي، د علماوو شورا، مرافعه محکمې رئیسانو او یو شمېر نورو مسؤولینو هم له یو بل سره د غوره تعامل، همکارۍ او همغږۍ پر ګټو تفصیلي خبرې وکړې او ټولو ژمنه وکړه چې په دې برخو کې هر ډول اصولي اجراآتو او همکاریو ته ژمن دي.
دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس له دې غونډې وروسته په خوست ولایت کې دوې مهمې جزائي دوسیې هم حل او فصل کړې.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د دغه سفر پر مهال د خوست له مرکزي زندان څخه هم لیدنه وکړه او د جزائي موضوعاتو اړوند زندانیانو څخه یې د دوی د وضعیت او نورو مواردو پوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولايت بلخ تطبیق شد 

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی زاری ولايت بلخ بالای یک زن به جرم روابط نامشروع؛ امروز يکشنبه مؤرخ ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائيه زن مجرم را به پنج سال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۱۴
Background image

حکم جزای تعزیری بالای شش مجرم و متهم در ولايت جوزجان تطبيق شد

به اساس فیصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی قوش تپه ولايت جوزجان بالای شش تن به شمول دو زن به جرم روابط نامشروع، توهين به مسؤولین امارت اسلامی، خوردن روزه و اتهام زنا، به تاريخ ۱۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۴۹
Background image

حکم جزای تعزیری بالای هفت مجرم در ولايت هرات تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت هرات بالای هفت تن به جرم تولید، خرید، فروش و انتقال مشروبات الکولی، امروز یکشنبه مؤرخ ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار