د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۰:۳۴
د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې په دوو اونيو کې له (۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې  (۱۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په دوو اونیو کې (۱۹) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
د عامه امنيت دېوان ته په دوو اونیو کې (۱۰)  دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
د نظامي منسوبينو دېوان ته په دوو اونیو کې (۲) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱) دوسیې په تړاو قضائي قرار صادر شوی، (۲) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴ـ د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په دوو اونیو کې (۲۴) دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې فيصله شوې، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵ـ د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په دوو اونیو کې (۲۵) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسیه فیصله شوې، (۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۳۸
Background image

تحت ریاست رئیس محکمۀ مرافعۀ ولايت بامیان جلسه دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی سیدمیرآغا (هاشمی) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت بامیان؛ به تاریخ ۲۴ /۷ /۱۴۴۷هـ ق جلسۀ اداری میان قضات و اعضای قضائی محاکم مرافعه و ابتدائیۀ شهری آن ولایت دایر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

حکم جزای تعزیری بالای هفت مجرم و متهم در ولایت هرات تطبیق شد

به اساس فيصلۀ محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌های ادرسکن، پشتون زرغون و شیندند ولايت هرات بالای هفت تن به شمول یک زن به جرم روابط نامشروع؛ اتهام لواطت و سرقت، به تاریخ ۲۲، ۲۳ و ۲۴ رجب المرجب سال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۵
Background image

حکم جزای تعزیری بالای سه مجرم و يک متهم در ولايت غزنی تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ محکمهٔ ابتدائيهٔ ولسوالی ده‌ یک بالای سه تن به شمول يک زن به جرم فساد اخلاقی و یک تن به اتهام سرقت، امروز چهارشنبه مؤرخ ۲۴/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.

محکمۀ. . .

بازگشت به اخبار