د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لغمان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه
د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي اختر محمد (مظهري) يې غړيتوب درلود، د روان 1447هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په 17مه نېټه لغمان ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د ليدنې په پیل کې د دغه ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس بندیان يې ولیدل، کومو بندیانو چې شکایتونه درلودل، شکایتونه يې له ځان سره ولیکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (5) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیريتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو، مخزن، حقوقو او دعوت او ارشاد آمریتونو او نظامي محکمې څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي پلاوي د پلټنې بهیر په جریان کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه؛ د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت کړل او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې له مقام او قضائي مسؤولينو سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې.
د پلټنې پلاوي د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو فعالیتونو د لاښه پرمختګ او ځینو اړوند ستونزو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي پلټنې پلاوي سفر د 1447هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په 27مه نېټه پای ته ورسېد.
