د روزګان ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۳
د روزګان ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت، د دې محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي دوست محمد (سعید) په مشرۍ يوه پلاوي، چې د مدني دېوان رئیس مولوي محمدنعیم، د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کریم الله، د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان مفتي مولوي عبدالغفار او د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان مفتي عبدالمالک یې  غړیتوب درلود؛ د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې ياد پلاوي د بندیانو د احوال پوښتنه وکړه، د هغوی اړتیاوې یې وپوښتلې، په ځانګړي توګه د هغو بندیانو چې په حقوقي موضوعاتو کې د خلکو د پورونو له امله، یا هم د محاکمو نهائي او قطعي حکمونو څخه د سرغړونې له امله بندیان شوي وو، د دوی د منقول اموالو او غیر منقولو اموالو د لرلو یا نه لرلو په اړه د هغوی اظهارات له ځان سره ولیکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
دغه راز د ليدنې په پای کې یاد پلاوي د زندان مسؤولینو ته د بندیانو د ستونزو د حل په موخه سپارښتنې وکړې او ټولو بندیانو د یاد پلاوي له ورتګ څخه خوښي وښوده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت هرات از محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌های گذره و انجیل آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی گل (حمیدی) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت هرات؛ به تاریخ ۱ /۸ /۱۴۴۷هـ ق از محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌های گذره و انجیل آن ولايت بازدید نمود.
رئیس محکمۀ مرافعه در این بازدید،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۸
Background image

محاکم ولايت غور طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۴۴۲) دوسیه، به تعداد (۱۶۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت غور، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى، نظامی زون غور و ابتدائيۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق الى ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی و. . .

بازگشت به اخبار