د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۶۱) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۳۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۶۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۴۱) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۷) دوسیې فیصله شوې، (۳۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۲۲) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۲) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۷۰) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۶۱) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
