په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین او متهمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته د محاکمو او نورو امارتي ادارو د مسؤولینو او مجاهدينو په حضور کې تطبیق شوه.
