د کندوز زون نظامي محکمې رئیس او د دغه ولايت د امنیه قوماندان په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۸
د کندوز زون نظامي محکمې رئیس او د دغه ولايت د امنیه قوماندان په مشرۍ غونډه وشوه

د کندوز زون نظامي محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالهادي (همت)، د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله (سیف الله) په مشرۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د (۱۷) مې ګڼې فرمان پر اساس د یاد ولایت ښاروال، د منازلو د بررسۍ قضائي هیئت غړو، د امنیه قومانداني امنیتي چارو مرستیال، د مرکزي امنیتي حوزو آمرینو، قومي مشرانو او ګذر وکیلانو سره د غایبو، مفقودینو او ساعین بالفساد اشخاصو د منقول او غير منقولو ملکیتونو د بررسۍ په اړه، په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ وروسته د امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال الحاج مولوي محمد رحیم (ذوالفقار) د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یادې غونډې موضوع واوروله.
ورپسې د کندوز زون نظامي محکمې رئیس ګډونوالو ته وینا وکړه وویل، زموږ د ناستې موخه د غایبو، مفقودینو او ساعین بالفساد اشخاصو د منقول او غیر منقولو ملکیتونو د بررسۍ په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب (حفظه‌الله‌تعالی) د (۱۷) مې ګڼې فرمان چې په یوه مقدمه، شپږ بابونو، ۷ فصلونو او ۳۰ مادو کې توشېح شوی، پلې کول دي.
نوموړي زیاته کړه، دا زموږ او ستاسې د هر شخص مکلفیت دی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) هر فرمان ته لبیک ووایو او په خپلو ورځنيو چارو کې یې تطبیق کړو.
د کندوز زون نظامي محکمې رئیس د ګذر له وکیلانو وغوښتل، چې د غایبو، مفقودینو او ساعین بالفساد اشخاصو د ملکیتونو د بررسۍ او تثبیت په برخه کې ستاسو همکاري د تل په څېر د مسؤولو اشخاصو په کار کې اسانتیا رامنځته کوي او په دې کار سره به د الله (جل‌جلاله) رضایت ترلاسه کړئ.
د ليدنې په دوام د ګذر وکیلانو په استازولۍ دوو کسانو خبرې وکړې وویل، چې په دې برخه کې د خپلو مسؤولینو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو يو او دا کړنه یې خپل مسؤولیت وباله.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۱۶
Background image

جلسۀ هماهنگی در مورد وثایق کار شدۀ محاکم ولایت بلخ برگزار گردید

تحت ریاست محترم مولوی عبدالرؤف (زهیر) رئیس عمومی دیوان جزاء محکمۀ مرافعۀ ولایت بلخ؛ با اشتراک مولوی فضل الدین (انانسر) رئیس تحریرات مرافعه، آمرین وثایق حوزه اول و دوم، مولوی محمد ویس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۱
Background image

جلسۀ اداری میان مسؤولین محاکم مرافعه و ابتدائیۀ شهری ولایت دایکندی دایر گردید

تحت ریاست محترم الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقی) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت دایکندی؛ با اشتراک قضات و کارمندان محاکم مرافعه و ابتدائیۀ شهری، منسوبین قوماندانی مفرزه قضات، به تاریخ 21 /10. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان از محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌های خنجان، تاله و برفک و دوشی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان؛ با همراهی لطف الله (همت) مدیر مالی و حسابی به تاریخ 18 و 19 شوال المکرم سال 1447هـ ق از محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌های. . .

بازگشت به اخبار